نړۍ
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره البرایټ د ۸۴ کلونو په عمر مړه شوه
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره ماډلین البرایټ د چارشنبه پر ورځ له ورپېښې ناروغې څخه د ۸۴ کلونو په عمر مړه شوه.
هغه د دوه یمې نړیوالې جګړې په بهیر کې ماشومه وه، چې له خپل ټاټوبي چکسلواکیا څخه وتښتېده او بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لومړنۍ ښځینه وزیره شوه.
د ۱۹۹۰ لسیزې د دغې ډیپلوماتې کورنۍ ټویټ کړی؛ په خواشینۍ، چې نن سهار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۶۴ وزیره ډاکټره ماډلین البرایټ د سرطان ناروغۍ له کبله وفات شوه.
البرایټ له ۱۹۹۳ څخه تر ۱۹۹۷ پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره او له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ زېږدیز کلونو پورې د امریکا د ولسمشر بل کلنټن د بهرنیو چارو وزیره وه.
ماری جانا کوربیلووا د ۱۹۳۷ کال د می پر ۱۵ نېټه په پراګ کې زیږیدلې وه. کله، چې آلمان چکسلواکیا اشغال کړه کورنۍ یې په ۱۹۳۹ کال کې لندن ته وتښتیدله.
رویټرز راپور ورکړ، چې هغې په ۱۰ کلنۍ کې د سویس یوه ښوونځي ته ولاړه او د مایډلین نوم یې غوره کړ.
البرائټ د ماساچوسټس په ویلزلي کالج کې زدکړه وکړه او له کولمبیا پوهنتون څخه یې ډوکټورا ترلاسه کړه.
هغې پر چکي، فرانسوي، پولنډي او روسي او همدارنګه د انګلیسي په ګډون په شپږ ژبو رواني خبرې کولې.
هغه د بهرنیو چارو وزارت ته د لومړۍ میرمنې سکرټریټ لپاره نومول شوې وه، او په ۱۹۹۷ کال کې د رایو پر اکثریت تائید شوه او تر ۲۰۰۱ زېږدیز کال پورې په دنده پاتې وه.
