تازه خبرونه
د امریکا د خوراکي توکو د مرستو کمېدا به لوږه نوره هم زیاته کړي
د ټرمپ حکومت د مالي کسر کمولو لپاره د خپل پلان د یوې برخې په توګه د روان کال په جنورۍ کې پرېکړه وکړه، چې ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو یا درې میاشتو لپاره کنګل کړي او په دې وروستیو کې یې له خوړو نړیوال پروګرام سره د بېړني خوراکي توکو تمویل ودراوه.
د خوړو نړیوال پروګرام د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې د امریکا د بېړنیو خوراکي توکو په مرستو کې نوی کمښت کولی شي په افغانستان کې پراخه شوې لوږه نوره هم زیاته کړي؛ ځکه، چې د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیوافپي) یوازې د نیمایي توکو پر ورکړه له نیمایي بېوزلو ملاتړ کولی شي.
د ټرمپ حکومت د مالي کسر کمولو لپاره د خپل پلان د یوې برخې په توګه د روان کال په جنورۍ کې پرېکړه وکړه، چې ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو یا درې میاشتو لپاره کنګل کړي او په دې وروستیو کې یې له خوړو نړیوال پروګرام سره د بېړني خوراکي توکو تمویل ودراوه.
د ډبلیوافپي د څرګندونو له مخې؛ د وروستو وروستی کمښت که پلي شي؛ نو “د میلیونونو خلکو لپاره د د اعدام حکم دی”.
د ډبلیوافپي چارسمبالي(سرپرست) هېواد مشرې موټینټا چیموکا نړیوالو بسپنه ورکوونکو څخه وغوښتل، چې د افغانستان ملاتړ روان وساتي؛ ځکه، چې د نړۍ دوهیم لوی بشري ناورین سره مخ دی.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ دا مهال یوازې د شته سرچینو پر بنسټ د خوړو نړیوال پروګرام کولی شي د کال په اوږدو کې له اته میلیون خلکو سره د خوړو مرسته وکړي؛ هغه هم که نور نړیوال مرستندویان خپلې ژمنې عملي کړي.
ډبلیوافپي پلان لري، چې په راتلونکو میاشتو کې له لوږې سره د مبارزې لپاره دوه میلیون خلکو ته د خوړو مرسته چمتو کړي؛ خو چیموکا د محدود تمویل په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.