کوید۱۹
د امریکا د دفاع وزیر د کرونا آزموینه منفي شوه
(Last Updated On: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۰)
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون پرون (یکشنبه د مرغومي ۱۹) په ډاګه کړه، چې د دفاع وزیر لویډ آسټن د کرونا ویروس کتنه منفي شوې ده.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، چې لویډ آسټن به نن بېرته خپل دفتر ته راستون شي.
جان کربي زیاته کړې: د امریکا دفاع وزیر د پلي شوي واکسین له ګټورتیا مننه کړې ده. هغه پوهیږي، چې پلي شوي واکسین د کرونا ویروس د اغېز کچه راټیټه کړې ده.
لویډآسټین تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شوی و او تر اوس هم په قرنطین کې و.
پنټاګون ویلي، چې هیڅ چارواکی په کرونا ویروس ندی اخته شوی.