تازه خبرونه

د امریکا د فلوريدا په هوايي ډگر کې ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا متحدو ایالتونو فلوریدا ایالت په فورتلودیردال هوايي  ډګرکې دډزو پر لامل  پېنځه کسان وژل شوي دي.

ویل کېږي پېښه په دوه یم ترمینل کې د مسافرو سامان تر لاسه کولو په ځای کې رامنځته شوې ده.

ځايي پولیسو ویلي، پېنځه کسان په پېښه کې وژل شوي او یو کس نیول شوی دی.

امنیتي چارواکو ویلي، په پېښه کې دیارلس کسان ټپیان دي، چې ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې لسگونه پوليس او امبولانسونه د پېښې ځای ته رسیدلي دي.

د پېښې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې بريدګر شل کلن ښکارېده؛ خو پوليسو وواژه.

امريکايي رسنيو يوه ويډيو خپره کړې او په وينا يې دا ويډيو د هوايي ډگر د پېښې ده.

په ويډيو کې ښکاري، چې له دوه یم ترمينل سره خلک د خپلو سامانونو د راخيستو په تمه دي، چې ناببره پر خلکو ډزې کیږي او گڼشمېر پر ځمکه پراته دي.

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر دونلدترمپ په خپل تويت کې څرګنده کړې، چې یاده پېښه له نږدې څارو او په اړه یې د دغه ایالت له والي سره خبرې وشوې

Trending

Exit mobile version