تازه خبرونه
د امریکا د متحد ایالتونو ۵ پوځیان د افغانستان په ختیځ کې ټپیان شوي
د امریکا د متحد ایالتونو ۵ پوځیان د افغانستان په ختیځ کې د داعش له وسلوالو سره د جګړې پر مهال ټپیان شوي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن وایي، چې په ننګرهار کې پېنځه امریکایي پوځیان له داعش سره د جګړې پر مهال په سپکو وسلو ټپيان شوې دي.
جنرال نیکلسن دا ونه ویل، چې دا پېښه کله رامنځته شوې؛ خو وروسته بیا د امریکا دفاع وزارت په یوه بیان کې په ډاګه کړه، چې یو امریکایي پوځي د یکشنبې په ورځ او څلور د دوشنبې په ورځ ټپیان شوې دي.
جنرال نیکلسن دا خبره هم وکړه، چې یو عسکر هم سخت نه دی ټپي شوی؛ درې تنه یې جرمني ته د درملنې له پاره استول شوې او دوه نور یې بېرته په افغانستان کې خپلو دندو ته ستانه شوې دي.
د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان وویل، چې د داعش د وسلوالو شمېر د روان میلادي کال په پيل کې ۳۰۰۰تنه اټکل کیده، چې اوس یې د زر او یو نیم زرو په شمېر وسلوال پاتې دي.
وروسته له هغې، چې داعش د شنبې په ورځ په کابل کې د مظاهرې پر مهال د چاودنې مسوولیت ومانه افغان ځواکونو په ننګرهار کې د هغوی پرضد سخت عملیات شروع کړل.
د کابل په چاودنو کې شاوخوا ۸۰ تنه ووژل شول او له ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.