روغتيا
د امریکا د مرستو ځنډېدا به په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه کړي
دوی وايي، چې که وضعیت په راتلونکو درې کلونو کې همداسې روان وي؛ نو په افغانستان کې به له ۱۰۰۰ څخه زیاتې میندې د زیږون پرمهال مړې شي.
ملګرو ملتونو ويلي، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمول به په میلیونونه افغانان او میندې د زیږون روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې کړي.
دوی وايي، چې که وضعیت په راتلونکو درې کلونو کې همداسې روان وي؛ نو په افغانستان کې به له ۱۰۰۰ څخه زیاتې میندې د زیږون پرمهال مړې شي.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکی خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له کمیدو سره به په راتلونکو درې کلونو کې د زیږون پرمهال ۱۲۰۰ میرمنې مړې شي.
دغه راز ویل شوي، چې که مرستې پرې شي؛ نو په افغانستان کې به له ۹ میلیون څخه ډېر خلک روغتیا او د خوندیتوب خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړي او نږدې ۶۰۰ ګرځنده روغتیایی ډلې، کورني روغتیایي او مشورتي مرکزونه به وځنډول شي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د آسیا او اوقیانوسیې سیمهییز رییس پیو سمیت ویلي: “په افغانستان کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ د امریکا د ملاتړ نشتوالی احتمال لري، چې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو میندو د مړینې لامل شي. د غیر معمولي زیږونونو خطر به زیات شي. زه هیله لرم، چې د امریکا ولسمشر د نړیوال پرمختګ د مشر په توګه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ته مرستې روانې وساتي.
د سمیت د څرګندونو له مخې؛ دلته په هرو دوه ساعتونو کې یوه مور له امیندوارۍ پورې اړوند د مخنیوي وړ پیچلتیاوو له کبله مري.
نوموړی وایيک “کله، چې زمونږ پروژې تمویل نشي؛ ښځې اړ کیږي، چې یوازې او په ناپاکو شرایطو کې زیږون وکړي. ماشومان د مخنیوي وړ لاملونو له کبله مري. دا خلک رښتیا هم په نړۍ کې ترټولو زیان منونکي خلک دي.”
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سږکال په افغانستان، بنګله دېش او پاکستان کې د اړینو خدماتو د دوام لپاره له ۳۰۸ میلیون ډالرو څخه زیاتو ته اړتیا لري.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د روغتیا سکتور باید د روغتیایي خدماتو د ښه کولو او پر نورو د تکیه کمولو لپاره پر ځانبسیا شي او دا سکټور په روغتیایي بېخبنا (زیربنا ) کې د پانګونې زیاتوالي، د روغتیایي کارمندانو د روزنې او ظرفیت لوړولو، د درملو کورنی تولید، د روغتیا په سکټور کې څېړنې او نوښت ته اړتیا لري.
د هېواد د روغتیا سیسټم یوه برخه اوسمهال له بهرنیو مرستو سره تړلې ده او د عامې روغتیا وزارت تر اوسه ندي ویلي، چې که مرستې په بشپړه توګه ودرول شي؛ نو څه پلانونه لري.
