نړۍ

د امریکا د میشیګان ایالت په پوهنتون کې له ډزو ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۵, ۱۴۰۱)

د دوشنبې پر شپه د امریکا د میشیګان ایالت په پوهنتون کې د یوه وسلوال پر ډزو لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او پېنځه نور ټپیان دي.

په پوهنتون کې د پولیسو لنډمهالی مرستیال کریس روزمن ویلي، چې ډزې په دوه ځایونو کې( د برکي هال په نوم ودانۍ او د میشیګان ایالت د پوهنتون ټولنې ودانۍ) شوې دي.

دغه راز روزمن شاوخوا درې ساعته وروسته د شپې ناوخته په یوه تلویزیوني وینا کې خبریالانو ته څرګنده کړه، چې پر ځایي وخت د شپې ۸ بجې پولیسو ځوابي ډزې وکړي؛ خو په دواړو ځایونو کې قربانیان وموندل شول.

هغه منلې، چې لږ تر لږه پېنځه قربانیان روغتون ته لیږدول شوي؛ ځینې یې د اندېښنې وړ ټپیان دي او د MSU پولیسو څرګنده کړې، چې لږ تر لږه درې نور کسان وژل شوي.

د MSU پولیسو زیاته کړې؛ پولیس د یو شکمن په لټه کې د پوهنتون ودانۍ ته ننوتل؛ خو شکمن د تېښتې په حال کې ولیدل شو او بیا یې د قربانیانو لټون پیل کړ.

MSU د لوړو زده‌ کړو یوه لویه عامه اداره ده، چې ۵۰۰۰۰ فارغین او لیسانس زده‌ کوونکي لري.

د پوهنتون پولیسو د دوشنبې پر شپه وویل، چې ټول ټولګي او اړوند فعالیتونه به تر راتلونکیو ۴۸ ساعتونو ځنډېدلي وي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۱ ز. کال کې هم په ورته یوه برید کې څلور زدکوونکي وژل شوي وه او شپږ نور او یو ښوونکی ټپیان ول، چې دا هغه کال د امریکا پر ښوونځيو تر ټولو خونړی برید و.

Trending

Exit mobile version