نړۍ

د امریکا د نوبل جایزې ګټونکی ولسمشر جیمي کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر مړ شو

جیمي کارتر د امریکا نهه‌دېرشم ولسمشر د جورجیا د مونګلو یو کروندګر و، چې د امریکا د ولسمشر په توګه یې ۱۹۷۸د اسرائیلو او مصر ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړ او په ۲۰۰۲ کال کې یې د بشري کار لپاره د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې ده.

Published

on

د امریکا د سولې د نوبل جایزې ګټونکی پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.

جیمي کارتر د امریکا نهه‌دېرشم ولسمشر د جورجیا د مونګلو یو کروندګر و، چې د امریکا د ولسمشر په توګه یې ۱۹۷۸د اسرائیلو او مصر ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړ او په ۲۰۰۲ کال کې یې د بشري کار لپاره د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې نوموړی د یکشنبې پر ورځ په خپل کور کې مړ شو.

جیمي کارټر د جورجیا له یوه فارم څخه د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند شو او په ۱۹۷۷ کې یې ولسمشر جیرالډ فورډ ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه او د خپل هېواد ولسمشر شو.

کارټر له ولسمشرۍ مخکې د امریکا له سمندري اکاډمۍ څخه فارغ شو؛ دوه دورې یې د جورجیا ایالت سناتور او د والي په توګه دنده ترسره کړې.

هغه د ولسمشرۍ یوه سخته څلور کلنه دوره تېره کړه، انفلاسیون او بېکارۍ د هغه د حکومت لومړیتوبونه اغېزمن کړل؛ خو په بهرنۍ تګلاره کې یې لاس ته راوړنې لرلې.

د نړۍ مشرانو او د امریکا پخوانیو ولسمشرانو هغه ته درناوی درلود او په منځني ختیځ کې د مهربانه، عاجز او ژمن انسان په توګه وستایل شو.

کارټر د امریکا د هر ولسمشر څخه ډېر اوږد ژوند وکړ؛ خو په ایران کې د یرغمل شویو کسانو پېښې یې په واکمنۍ سیوری وغوړوه او د ۱۹۸۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ناکامۍ یو لامل شو. په ۱۹۸۱ کال کې د سپینې ماڼۍ له پرېښودو وروسته د یو ژمن بشرپالي په توګه شهرت ته ورسېد.

Trending

Exit mobile version