نړۍ

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی نن غوره کیږي

Published

on

د ۵۰ ایالتونو انتخاباتي استازي به نن (دوشنبه د لیندۍ ۲۴) د ډیموکراټ جو بایډن په ګټه انتخاباتي ناستې وکړي، چې د ډونالډ ټرمپ ماته وروستۍ شي.

د امریکا د تېرې ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له ماتې وروسته د هر ایالت رایې وشمېرل شوې، چې د ډونالډ ټرمپ ادعاوو ته، چې په هېواد کې ډیموکراټیک پروسه له پوښتنې وژغوري.

امریکایانو تېره میاشت د خپلې خوښې ولسمشر ته رای ورکړه؛ خو هغه رایې، چې رسمي ارزښت لري؛ له “انتخاباتي کالج” یا حوزوي رایو له غونډې وروسته ترلاسه کیږي.

د متحده ایالاتو له اساسي قانون سره سم د انتخاباتي استازي د ولسمشر د انتخابولو واک لري.

د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا ده. تمه کیږي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د ډونالډ ټرمپ د ۲۳۲ رایو په مقابل کې ۳۰۶ ټاکنیزې رایې ترلاسه کړي.

Trending

Exit mobile version