نړۍ

د امریکا د ولسمشر مرستیاله هاریس پرکرونا ویروس اخته شوه

Published

on

رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوه ویاند د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د سې شنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامالا هاریس پر کرونا اخته شوې؛ خو نښې یې لیدل شوې ندي.

د هغې مطبوعاتي ویاندې کرسټن الن زیاته کړې؛ هاریس د سفر د مهالویش له کبله د ولسمشر جو بایډن یا لومړۍ میرمن جیل بایډن سره نږدې تماس نه درلود.

الن زیاتوي، چې هاریس به کورناستې شي او سپینې ماڼۍ ته به هغه وخت راستنه شي، چې د وینې ازموینه یې منفي راووځي.

هغه وایي؛ هاریس ته له ډاکټرانو سره له مشورې وروسته د انټي ویروس درمل اخیستنې سپارښتنه شوې ده.

دغه راز هاریس د سې شنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ ته راغله؛ خو ازموینه یې مثبته شوه او له بایډن سره پرته له لیدو ولاړ.

 

په وروستیو اوونیو کې د هاریس د اړیکو مسوول، د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي او د مطبوعاتو مرستیال کرین ژان هم او د پارلمان غړي پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

ویل کیږي، چې د کرونا ویروس اومیکرون بڼه د امریکا په ځینو برخو کې لوړ لیږد لري؛ خو د عامې روغتیا چارواکو ویلي، چې پېښې تر څارنې لاندې دي.

Trending

Exit mobile version