نړۍ

د امریکا د ویرجینیا په والمارت کې پر ډزو مرګ و ژوبله رامنځته شوې

Published

on

رویترز د پولیسو د څرګندونو له مخې ویلي، چې د سې شنبې پر شپه د ویرجینیا د چیسپیک په والمارت کې له ډزو یو شمېر کسان وژل شوي او نور ټپیان دي او ډزې کوونکی هم وژل شوی دی.

یوه وسلوال سړي د امریکا د ویرجینیا ایالت په چېسپیک ښار کې د والمارت پلورنځي دننه ډزې کړي، چې لږ تر لږه  لس کسان یې وژلي دي.‌

د راپورونو له مخې:  دغه سړی، چې د یوه پلورنځي مدیر و؛ لومړی یې پر خلکو ډزې وکړې او بیا یې ځان وواژه.

ځايي چارواکو ویلي؛ پولیس په والمارت کې د ډزو پېښه تائیدوي، چې مرګ و ژوبله هم په کې اوښتې ده.

تر اوسه د دې پېښې بشپړ جزئیات رسنیز شوي ندي؛ خو د پولیسو یو افسر ویلي: له لس لږ کسان مړه او څو نور ټپیان دي.

په دې اړه هم اوس څه ندي ویل شوي،‌ چې د دغه سړي د دې کار علت څه و.‌

مسوولینو پدې پېښه ژوره خواشینې ښودلې او ویلي یې دي،‌ چې د قانون له پلي کوونکيو ځواک سره له نږدې همکاري کوي.

د ویرجینیا ایالت یوې سناتورې لویس لوکاس دا په امریکا کې د ډزو وروستۍ پېښه نومولې او څرګندوي، چې ډېره خواشینې ده.‌

هغې تویت کړی: زه به تر هغې آرامه نشم، چې په خپل هېواد کې مو د ډزو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره مو حللاره موندلې نه وي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې روانه اوونۍ د امریکا په کولورادو ایالت کې د همجنسبازانو په یوه کلب کې له ډزو ۵ کسان وژل شوي.

‌۲۰۱۹ ز. کال د تکزاس ایالت په ایل پاسو ښار کې د والمارت پر یوه پلورنځي د ډزو له کبله ۲۳ کسان وژل شوي وه.‌

Trending

Exit mobile version