Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د امریکا د پراخو هوايي بریدونو په غبرګون کې ایران د امریکا پر خلیجي اډو بریدونه وکړل

دا وروستۍ نښته د روان کال د جګړې له پیل راپدېخوا تر ټولو سختو پوځي بریدونو څخه بلل کېږي او سره له دې، چې د اوربند د ټینګښت لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ د سیمې د ثبات په اړه یې نوې اندېښنې راپارولي دي.

خپور شوی

د

 

امریکا د دوشنبې په لومړیو ساعتونو کې پر ایران د هوايي بریدونو څو پړاوونه ترسره کړل او پوځي بنسټونه یې وویشتل. واشنګټن وایي، دا بریدونه په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې باروړونکې بېړۍ د ایران د وروستي برید په غبرګون کې شوي دي. ایران هم د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې، چې امریکايي ځواکونه په کې مېشت دي؛ توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې وتوغولې.

دا وروستۍ نښته د روان کال د جګړې له پیل راپدېخوا تر ټولو سختو پوځي بریدونو څخه بلل کېږي او سره له دې، چې د اوربند د ټینګښت لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ د سیمې د ثبات په اړه یې نوې اندېښنې راپارولي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ(سینټکام) د څرګندونو له مخې؛ په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ پوځي هدفونه، چې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه، د مهماتو زېرمې، مخابراتي مرکزونه او نور پوځي تأسیسات په کې ول، ویشتي دي.

سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ لپاره یو حیاتي سمندري دهلېز دی او ایران پرې واک نه‌لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکايي ځواکونه د سوداګریزو بېړیو د آزاد تګ راتګ د خوندي کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو بریدونو په دفاع کې له ان‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي:« تېره شپه مو پرې ډېر سخت بمبارډ وکړ.»

ایراني دولتي رسنیو د دوشنبې پر سهار د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له چاودنو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.

په ځوابي بریدونو کې ایران بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي امارات پر نښه کړل.

په بحرین کې د خبرداري زنګونه وغږېدل، کويټ وویل؛ هوايي دفاع یې راتلونکي توغندي شنډ کړي او د متحده عربي اماراتو پوځ هم اعلان وکړ، چې د ایران توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې یې له منځه وړې دي. د تلفاتو او لویو زیانونو په اړه سمدستي راپور نه‌دی خپور شوی.

د ایران سپاه پاسداران هم تائید کړې، چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې ځوابي عملیات پیل کړي دي.

هرمز تنګی اوس هم د دې کړکېچ اصلي محور ګڼل کېږي.

ایران ټینګار کوي، چې د دې تنګي د تګ راتګ د تنظیم واک لري او مخکې یې د دې لارې له کاروونکو بېړیو د لګښت اخیستو ګواښ کړی و؛ خو امریکا وایي، نړیوال سمندري تګ راتګ باید له خنډ پرته روان وي.

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي:« د یو اړخیزو هوکړو پېر پای ته رسېدلی. مونږ درته ویلي وه، چې یا پخپلو ژمنو ودرېږئ او یا یې بیه ورکړئ.»

که څه هم ایران د هرمز تنګي د تړل کېدا اعلان کړی؛ خو امریکايي چارواکي وایي، سوداګریزې بېړۍ اوس هم د امریکايي سمندري ځواکونو تر ساتنې لاندې د عمان ساحل ته نږدې له بدیلو لارو تګ راتګ کولی شي.

پر بېړیو دوامداره بریدونو نړیوال سمندري لېږد او د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي، خو د نفتو بیې د جګړې له لومړنیو لوړو کچو بېرته راټیټې شوې دي.

دا پوځي بدلونونه داسې مهال رامنځته شوي، چې نړیوال منځګړي د ۶۰ ورځني لنډمهالي اوربند د ساتلو او د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتلې دي.

پاکستان، قطر او مصر هم د جګړې د پراخېدا د مخنیوي لپاره په دغو هڅو کې ښکېل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش، خبرداری ورکړی، چې د پراخې جګړې بیا پیل به د سیمې لپاره «ناوریني پایلې» ولري.

ویل کیږي؛ د ایران نوي ستر رهبر آیت‌الله مجتبی خامنه‌يي د خپلې دندې له پیل وروسته په لومړۍ عامه وینا کې ژمنه کړې، چې د آیت‌الله علي خامنه‌يي د وژل کېدا غچ به اخلي او د «بهرني تېري» پر وړاندې به ټینګار روان ساتي.

سیمه ییز خبرونه

هوايي شرکتونه دې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو ډډه وکړي -حوثیان

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د یکشنبې پر ورځ د هوايي شرکتونو لپاره د دې غورځنګ خبرداری بیا تکرار کړی او څرګندوي، چې د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم ښايي په راتلونکو پوځي عملیاتو کې پر نښه شي.

Published

on

 

د یمن حوثي غورځنګ هوايي شرکتونو او مسافرو ته خبرداری ورکړی، چې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو او هوايي حریم څخه له ورتګه ډډه وکړي. دې غورځنګ د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر له خونړي برید وروسته د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم شوني هدفونه بللي دي. په دې برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د یکشنبې پر ورځ د هوايي شرکتونو لپاره د دې غورځنګ خبرداری بیا تکرار کړی او څرګندوي، چې د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم ښايي په راتلونکو پوځي عملیاتو کې پر نښه شي.

د یاد غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مکې مکرمې او مدینې منورې سپېڅلي ښارونه له دې خبرداري څخه مستثنا دي.

سریع له هوايي شرکتونو او مسافرو غوښتي، چې دغه ګواښ جدي وګڼي.

دغه راز نوموړي سعودي عربستان تورن کړی، چې د بریدونو د مخنیوي هڅې یې ناکامې وې.

حوثیانو په دې خبرپاڼه کې د شنبې ورځې د برید مسوولیت نېغ پرنېغه نه‌دی منلی؛ خو ایران‌پلوه دې غورځنګ له دې مخکې ویلي وه، چې د پنجشنبې پر ورځ یې پر همدې هوايي ډګر د نورو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

په هغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او یوه الوتکه زیانمنه شوې وه.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي، چې د شنبې ورځې په برید کې له وژل شویو ۱۲ کسانو څخه څلور د سعودي عربستان، دوه د بنګله‌دېش او یو ـ یو د امریکا، اردن، فلسطین، سوریې، سوډان او مصر وګړي وه.

دغه برید د سعودي عربستان د مهمو بنسټونو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

دغه راز دا اندېښنه زیاته شوې، چې د سیمې د پراخېدونکې جګړې له کبله به نړیوال هوايي ټرانسپورټ هم له خنډونو سره مخ شي.

عیني شاهدانو په هوايي ډګر کې د وېرې او ګډوډۍ له صحنو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د لوګي له پورته کېدا وروسته مسافر له ترمینل څخه د وتلو په لټه کې ول. په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم له برید وروسته د هوايي ډګر له ودانۍ پورته کېدونکی لوګی لیدل کیږي.

دغه پېښه د هغو جګړو له پیل راپدېخوا، چې په فبرورۍ کې د اسرائیلو، امریکا او ایران ترمنځ پیل شوې، پر یوه عربي خلیجي هېواد تر ټولو خونړی یوازنی برید بلل شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې حوثیانو پر سعودي عربستان د بریدونو لړۍ زیاته کړې او د دغه هېواد اقتصاد ته پر مهمو بنسټونو یې د بریدونو ګواښونه کړي دي.

سعودي عربستان هم په یمن کې د حوثیانو پر مورچو هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن له سعودي عربستان سره د حوثیانو پر ضد د نورو پوځي عملیاتو د ترسره کولو پر امکان غور کوي.

له ټرمپ څخه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا امریکا به په بریدونو کې برخه واخلي؛ ویلي، چې پرېکړه یې تر دې دمه نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې د هغه ادارې په دې وروستیو کې د وروستي برید په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه بریدونه غندلي او تائید کړې یې ده، چې په پېښه کې یو امریکايي وګړی وژل شوی دی.

بریټانیا هم دا برید غندلی دی.

د دې هېواد د دفاع وزیر ویس سټریټینګ ویلي، چې بریټانیا له وړاندې سعودي عربستان ته د هوايي تېلو د برابرولو په برخه کې مرسته کوي او ښايي د اړتیا په صورت کې نورې مرستې هم په پام کې ونیول شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې بریټانیا اوس‌مهال د پوځي عملیاتو د ترسره کولو پلان نه‌لري.

سټریټینګ ویلي، پر ملکي هدف برید په هېڅ حالت کې د توجیه وړ نه‌دی او وایي، چې د پراخې جګړې لپاره پوځي حل‌لاره نشته.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د دغه برید له کبله خپله خواشیني څرګنده کړې او هغه یې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین هم دغه پېښه د کړکېچ خطرناکه پراختیا بللې او له سعودي عربستان سره یې خپل پیوستون څرګند کړی دی.

پاکستان، مصر او قطر هم دغه برید غندلی او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډول بریدونه سیمه‌ییز ثبات او د ملکي وګړو امنیت ګواښي.

پر بریدونو او تاوتریخوالي سربېره تمه کېده، چې د ریاض په هغه سیمه کې د انرژۍ یو لوی کنفرانس د پلان له مخې ترسره شي، چې هوايي ډګر ته نږدې موقعیت لري. د کنفرانس تنظیموونکو تائید کړې، چې د نړۍ د تېلو کانګرس به د اوکټوبر له یوولسمې څخه تر پېنځلسمې دوام وکړي.

دغه تازه کړکېچ په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ د پراخې جګړې د زیاتېدا اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي.

د حوثیانو له‌خوا د سعودي عربستان پر مهمو بنسټونو د بریدونو د ګواښونو دوام د سیمې د هوايي سفرونو، د انرژۍ د تاسیساتو او مهمو اقتصادي مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له کبله ۳۲۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، په وژل شویو کې څلور سعودي وګړي، د بنګله‌دېش دوه وګړي او د امریکا، اردن، فلسطین، سوریې، سوډان او مصر یو ـ یو وګړی شامل دي. د چارواکو د وروستیو څرګندونو له مخې، په دې برید کې ۳۰۹ کسان ټپیان شوي دي.

Published

on

 

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې تائید کړې، چې د شنبې پر ورځ د ریاض د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان دي.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، په وژل شویو کې څلور سعودي وګړي، د بنګله‌دېش دوه وګړي او د امریکا، اردن، فلسطین، سوریې، سوډان او مصر یو ـ یو وګړی شامل دي. د چارواکو د وروستیو څرګندونو له مخې، په دې برید کې ۳۰۹ کسان ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، روغتونونه د امبولانسونو او چورلکو له لارې د لېږدول شویو ټپیانو له ګڼې ګوڼې سره مخ شوي او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د شنبې برید، چې له تېرو څه باندې لس کلونو راپدېخوا په سعودي عربستان کې تر ټولو مرګونی برید بلل شوی؛ له کوم مخکیني خبرداري پرته ترسره شوی دی.

د سعودي عربستان د ګواښونو د خبرداري سیسټم هم د برید په اړه کوم خبرداری نه‌و ورکړی.

د روانې اوونۍ په لومړیو دوه بریدونو کې پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر څلور کسان وژل شوي او د سعودي عربستان یوې سوداګریزې الوتکې ته، چې د هوايي ډګر پر تمځای ولاړه وه؛ درانده زیانونه اوښتي وه.

دغه مرګوني بریدونه په داسې حال کې رامنځته شوي، چې سعودي عربستان د ایران د ملاتړو حوثیانو پر وړاندې هوايي بریدونه کوي او په یمن کې د دې ډلې پر ضد د یمني حکومت د ځمکنیو عملیاتو ملاتړ کوي.

دغو بریدونو د سعودي عربستان د دفاعي وړتیاوو کمزورۍ هم رابربڼدې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د سپینې‌ماڼۍ بهر یې له خبریالانو سره خبرې کولې؛ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا واشنګټن د حوثیانو پر ضد د سعودي عربستان له بریدونو سره یوځای کېدا ته چمتو دی ویلي«: کېدی شي مونږ به دا موضوع وڅېړو.

مونږ همدا اوس د وروستي برید په اړه خبر شوي یوو؛ نو پرېکړه به وکړو. مونږ ډېر ژر اقدام کوو.»

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې دا بریدونه « د بې‌ګناه ملکي وګړو ژوند ته ښکاره بې‌پامي» څرګندوي.

د یوه عیني شاهد د څرګندونو له مخې، هغه د شنبې پر ورځ په هوايي ډګر کې لومړی چاودنه ولیده او وروسته یې په ودانۍ کې یو شمېر ټپیان پر ځمکه پراته ولیدل.

د راپور له مخې، له لس ډېر امبولانسونه د پېښې ځای ته ورسېدل.

د رویټرز یوې ویډیو هم تائید کړې، چې د هوايي ډګر په ساحه کې امبولانسونه لیدل کېږي.

یوه ټپي مسافر رویټرز ته ویلي، چې د هوايي ډګر له بهر یې په آسمان کې د یوه شي د الوتلو ننداره وکړه او وروسته د الوتنو د وتلو دروازې ته نږدې د چت یوه برخه ونړېده.

په ریاض کې د امریکا سفارت ویلي، چې له بریدونو خبر دی او له ټولو امریکايي وګړو یې غوښتي، چې له یاد هوايي ډګر او شاوخوا سیمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۵ز.کال کې د یوه عربي ائتلاف پر مشرۍ د یمن جګړې ته داخل شو، چې حوثیان د یمن له پلازمېنې صنعا څخه وباسي. حوثیانو یو کال مخکې صنعا نیولې او حکومتي ځواکونه یې له دې ښاره شړلي وه.

د رویټرز د راپور له مخې، د یمن جګړه خونړۍ پر ټپه ودرېده او د جګړو او لوږې له کبله سلګونه زره یمنیان ووژل شول. سعودي عربستان په ۲۰۲۲ز.کال کې له حوثیانو سره یوې هوکړې ته ورسېد، چې له مخې یې جګړه ودرول شوه.

خو دغه اوربند د روان اوړي پر مهال له منځه ولاړ. په دې لړ کې حوثیانو پر چټک پرمختګ د باب‌المندب تنګی، چې د سرې بحیرې یوه مهمه سټراټیژیکه لار ده؛ د سعودي عربستان د ملاتړو حکومتي ځواکونو له کنټروله وایسته.

د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن حکومت په روانه اوونۍ کې د دغې سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو تر اوسه یې محدود پرمختګ کړی دی. په همدې حال کې حوثیانو د یمن درېیم لوی ښار تعز کلابند کړی دی.

د الوتنو د څار اوبپاڼې «فلایټ‌رادار۲۴ د معلوماتو له مخې، ریاض ته ټولې الوتنې یا نورو هوايي ډګرونو ته اړول شوي او یا لغوه شوې دي.

په یوه وخت کې یوازې یوه چورلکه د هوايي ډګر پر شاوخوا ګرځېده.

د پنجشنبې ورځې او د روانې اوونۍ د لومړیو بریدونو له کبله هم یو شمېر هوايي شرکتونو ریاض ته خپلې الوتنې ځنډولي یا لغوه کړې وې.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې ټاکل شوې ریاض د انرژۍ او پانګونې د سترو کنفرانسونو کوربه‌توب وکړي.

د دغو کنفرانسونو تنظیموونکو د شنبې ورځې له بریدونو وړاندې ویلي وه، چې غونډه به د پلان له مخې ترسره شي.

د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت د وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره ریاض ته تلی دی.  

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

سوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي

د امریکا یوه چارواکي او یوه سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ارزول کېدونکو غوراویو کې د سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو څخه د ساتنې لپاره دفاعي مرستې او یا هم د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن له ځواکونو سره د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره د سوریایي ځواکونو لېږل شامل دي.

Published

on

 

رویټرز خبري آژانس د سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې سوریه له حوثیانو سره د سعودي عربستان د جګړې د زیاتېدا هم‌مهاله؛ دې هېواد ته د پوځي مرستې پر وړاندې کولو غور کوي.

د امریکا یوه چارواکي او یوه سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ارزول کېدونکو غوراویو کې د سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو څخه د ساتنې لپاره دفاعي مرستې او یا هم د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن له ځواکونو سره د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره د سوریایي ځواکونو لېږل شامل دي.

امریکایي چارواکی وایي: سعودي عربستان له سوریې غوښتي، چې د حوثیانو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځواکونه ولېږي؛ خو د سوریې د ولسمشر د رسنیو سلاکار احمد زیدان دا ادعا رد کړې ده.

یوه سوریایي ډیپلومات ویلي، سوریه د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړه ده؛ خو د سوریې د حکومت اصلي تمرکز پر کورنیو لومړیتوبونو، په ځانګړي ډول له کورنۍ جګړې وروسته د هېواد پر بیا رغونه دی.

دې ډیپلومات ویلي:« که سعودي عربستان د هر ډول پوځي همکاریو یا د تجربو د تبادلې غوښتنه وکړي، دا همکاری به یوازې د رسمي لارو او د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو د تنظیموونکو دوه‌اړخیزو هوکړو په چوکاټ کې ترسره شي.»

سعودي عربستان له حوثیانو سره په نوې جګړه کې پر خپلې خاورې د دغې ډلې له څو اوونیو راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو وروسته؛ له امریکا او اروپا څخه نیولې تر منځني ختیځ هېوادونو پورې له بېلابېلو هېوادونو د دفاعي او یرغلیزو ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په جګړه کې د ځمکنیو عملیاتو مشري د یمن د حکومت د بېلابېلو ځواکونو له‌خوا کیږي او سعودي عربستان یې هوايي ملاتړ کوي. دغو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د عملیاتو له پیل راپدېخوا یوازې محدود پرمختګ کړی دی.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سې‌شنبې پر ورځ ریاض ته سفر وکړ او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې وکتل.

امریکایي چارواکي ویلي، دواړو لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ سعودي عربستان ته د سوریې د احتمالي پوځي مرستې په اړه هم خبرې کړې دي.

د سوریې دولتي رسنیو د احمد الشرع د بېرته ستنېدا پر مهال د هغه د بدرګې انځورونه خپاره کړي، چې په کې د سعودي عربستان دفاع وزیر او د دغه هېواد د ولیعهد ورور خالد بن سلمان هم هغه تر الوتکې پورې بدرګه کوي. خالد بن سلمان د یمن د قضیې مسوولیت هم پر غاړه لري.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!