نړۍ
د امریکا د کانګرس پر ودانۍ په برید کې دوه پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې
رویټرز په ډاګه کړې، پرون (د وري ۱۳) یو کس خپل موټر د امریکا د کانګرس د ودانۍ له دروازې سره وجنګاوه؛ یو پولیس افسر یې وژلی او یو بل ټپي دی.
پولیسو ويلي، چې دغه پېښه ترهګریز برید نه ښکاري.
د رویټرز د څرګندونو له مخې، برید کوونکی د پولیسو پّ ډزو کې وژل شوی دی.
د امریکا د کانګرس د پولیسو مشر یوګاناندا پیټمن ویلي، چې دې کس لومړی خپل موټر د پولیسو له خنډ سره وجنګاوه او بیا یې وغوښتل، چې پولیس پر چړو ووژني.
هغه وایي؛ زه په ډاګه کوم، چې په دې پېښه کې د پولیسو یو افسر له ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې ده.
رویټرز د پولیسو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې په دې پیښه کې د ټپي شوي بل پولیس روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ندی.
سپینې ماڼۍ ويلي؛ ولسمشر جوبایډن له پېښې حیران شوی او امر یې کړی، چې په سپنه ماڼې کې دې د امریکا رپی نیم ځوړند حالت ته راوستل شي.
بایډن د دغې رامنځته شوې پېښې د پلټنې امر هم کړی دی.
رویټرز زیاته کړې؛ د بریدګر کورنۍ ویلي، چې د هغه له روغتیایې ستونزو سره مخ و.