نړۍ

د امریکا د کنتاکي ایالت په یوه بانک کې ۱۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۲, ۱۴۰۲)

د امریکا پولیسو په ډاګه کړې، چې د دوشنبې پر سهار ( د وري یویشتمه ) د کنتاکي ایالت په لوئیزویل ښار کې پر یوه بانک د یوه وسلوال پر برید پېنځه کسان وژل شوي او د دوه پولیسو په ګډون نهه نور ټپیان دي.

پولیسو تائید کړې، چې ټپیان د اړوند ښار د پوهنتون روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه پوره څرګندونې ندي شوي؛ خو پولیسو ویلي، چې د برید کوونکي مړینه تائید شوې او د هغه د وژل کیدو څرنګوالی هم معلوم ندی.

د لویزویل پولیسو تویت کړی، چې مشکوک وژل شوی او نور ګواښ نشته.

د کنتاکي والي اندي بشیر هم تویت کړی، چې هغه به د دې پېښې د پوره څېړلو لپاره د لویزویل ښار ته ولاړ شي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، وسله‌وال بریدګر پر ځايي وخت سهار شاوخوا اته نیمې بجې د بانک د لومړي پوړ د کنفرانس په خونه کې برید وکړ.

عیني شاهدانو ویلي، بریدګر پر یوه توپک سمبال و.

په ورته وخت کې ای بي سي خبري سرچینې د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې یوه مرمۍ د یوه پولیس افسر پر سر لګېدلې او د دغه پولیس افسر د روغتیایي حالت په اړه معلومات نشته.

سرچينې دا هم ويلي، چې د لومړنيو اټکلونو پر بنسټ دا پېښه ترهګريزه نه وه.

په امریکا کې وسله‌وال تاوتریخوالی، چې لږ تر لږه د ۴ کسانو د مړینې او ټپي کیدو لامل کیږي د ډله‌ییزو ډزو په توګه تعریف شوي دي، چې له تېرو څو میاشتو راپدیخوا په امریکا کې دغه راز بریدونه ډېر شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن اعتراف کړی، چې د ټوپک تاوتریخوالی په امریکا کې یوه ناروغي ګرزېدلې ده.

هغه وایي: خواخوږي او دعا بس نده؛ کانګرس باید د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره عملي پرېکړه وکړي.

Trending

Exit mobile version