نړۍ
د امریکا د ۲۰۰ میلیون ډالرو دفاعي مرسته اوکراین ته ورسېده
رویټرز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د امریکا سفارت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د اوکراین لپاره د امریکا د ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د امنیتي ملاتړ لومړۍ ټولګه کیف ته ورسېده.
د امریکا دغه نوښت له هغې وروسته په ډاګه کیږي، چې په روانه اوونۍ کې یې د بهرنیو چارو وزیر کیف ته سفر وکړ. دا کار له اوکراین سره په پوله کې د لسګونه زره روسي سرتېرو د ځای پرځای کیدو له غبرګون او د کیف او لویدیځو متحدینو له اندېښنې رامنځته شو. په داسې حال کې، چې روسیې پر اوکراین برید رد کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې؛ واشنګټن د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د ۲۰۰ میلیون ډالرو دغه ټولګه تصویب کړې وه.
دغه راز امریکا به د روسیې د تېري پر وړاندې د اوکراین له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په روانو هڅو کې د اوکراین له وسلوالو ځواکونو ملاتړ هم روان ساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین دفاع وزیر د امریکا له دغې دفاعي مرستې مننه کړې ده.