تازه خبرونه

د امریکا سفارت چارسمبالې له قمر باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۰)

پاکستانیو رسنیو څرګنده کړې؛ په اسلام آباد کې د امریکا سفارت چارسمبالې انګېلا ایګلر د پاکستان د اردو له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره له افغانستان څخه د امریکایي ځوکونو له وتلو وروسته د سولې پر بهیر، سیمه ییز امنیت او دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې کړي دي.

ډان نیوز څرګنده کړې، چې د امریکا سفارت د چارسمبالې او د پوځ د مشر ترمنځ غونډه د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو پر ښکېلتیا خبرې وې.

دا دوه اړخیزې خبرې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن او شاه محمود قریشي تر منځ له ټیلیفوني خبرو وروسته راپورته شوې دي.

د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو هم په ژنیو کې سره کتلي او د امریکا دفاع وزیر د اردو له مشر سره د ټیلیفون پر کرښه خبرې کړې دي.

آی ايس پي آر ویلي، د امریکا چارواکو په سیمه کې د سولې او ثبات راوستو لپاره د پاکستان له رښتینو هڅو درناوی کړیدی.

ډان نیوز په ډاګه کړې؛ داسې انګیرل کیږي، چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته په پاکستان کې د اډو غوښتنه کوي.

دا راپورونه د ولسمشر جو بایډن له هغو څرګندونې وروسته راپورته کیږي، چې امریکا به په سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې وړتیاوو ته د پام وړ کتنه کوي. مونږ د طالبانو دې ژمنې ته، چې هیڅ ترهګرو ته د افغانستان له خاورې د ګواښ اجازه نه ورګوي؛ ډاډه یو.

د بهرنیو چارو وزیر قریشي د دې اوونۍ په پیل کې مشرانو جرګې ته ویلي وه، چې پاکستان به په دغه هېواد کې امریکايي اډو ته اجازه ورنکړي.

هغه ویلي: اجازه راکړئ؛ دا کور او د پاکستان ملت زما د شهادت شاهدي ورکړي، چې د عمران خان په مشرۍ به د پاکستان په خاوره کې هیڅ امریکایي اډه جوړه نشي؛ تېر، هیر ډاډمنه څرګندونه ده!

هغه وایي: د پاکستان حکومت په کلکه ویلي، چې مونږ به د بې پیلوټه الوتکو متحرک استعمال ته اجازه ورنکړو او نه هم مونږ ستاسې د بې پیلوټه الوتکو څارنې ته لیواله یو. دا د دې حکومت یوه روښانه پالیسي ده!

طالبانو په دې اوونۍ کې ګاونډیانو ته د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کوربه هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې بهرنیو ځواکونو ته د پوځي اډې جوړولو زمینه برابرول به تېروتنه، تاریخي شرم او د بښلو وړ نه وي.

Trending

Exit mobile version