تازه خبرونه
د امریکا له خاورې د ستورمزلو استول په بریالیتوب تر سره شول
د امریکا ځانګړيو فضایي خدماتو رامنخته کوونکي فضایی شرکت په سپیس اکس فضایي بېړۍ کې دوه ستور مزلي فضا ته واستول.
د دوی دغه توغندی د شنبې پر ورځ په ځایي وخت له غرمې ورسته ۳:۲۲ د فلوریډا د کنیډي له فضایي مرکزه وتوغول شو.
دا په تېره یوه لسیزه کې د دې هېواد له ځمکې څخه د راګرزیدو لومړنی انساني سفر دی.
We did it 🚀
In partnership with @SpaceX, we successfully launched @NASA_Astronauts to space from U.S. soil. Here’s a recap of today’s historic #LaunchAmerica mission with @AstroBehnken and @Astro_Doug who are on their journey to the @Space_Station : https://t.co/Y0vkPwKJSp pic.twitter.com/oJlMl20Cci
— NASA (@NASA) May 31, 2020
د ناسا مشر جیم بریډنسټین ویلي؛ اوس مو له ۹ کلونو وروسته امریکایي ستورمزلي پر امریکایي توغندیو له امریکا وتوغول.
ناسا په ډاګه کړې، چې د سپیس اکس دا الوتنه به د عامه ټرانسپورټي سیسټم د ډاډمنولو لپاره وروستۍ هڅه وي.
ناسا دا هم په ډاګه کړې، چې ستور مزلي به د خپل ماموریت په بهیر کې د فضایي چاپیریال د څارنې سیسټم ، څرګندوونکي، د ځواک څارونکي، ځمکې ته د کښته کیدنې وړتیا او نور ډېر څه تر آزموينې لاندې ونیسي.
د سی ان ان د څرګندونو له مخې؛ ، امریکا په ۲۰۱۱ کال کې د شاټل له فضایي پروګرام وروسته خپل ستورمزلي فضاته نه دي استولي؛ له همغه وخته د ناسا ستور مزلي اړ ول، چې روسیې ته سفر وکړي او په سیوز فضايي مرکز کې زدکړې ترلاسه زدکړې تر لاسه کړي.
کیدی شي، چې دراګون نومې دا فضایي بېړۍ، چې دوه امریکایي ستورمزلي لیږدوي؛ د یکشنبې پر سهار د ځایی وخت پر ۱۰:۱۹ دقیقو نړیوال فضایي مرکزته ورسیږي.