تازه خبرونه

د امریکا له وتلو وروسته د افغان ځواکونو وېره ناسمه ده – خلیلزاد

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۹, ۱۴۰۰

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې پر ورځ د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټې ته له هغې وړاندویېنې پرده پورته کړه، چې وایي: د امریکا او ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومتي ځواکونه د جګړې له ډګره ووځي او طالبان به کابل ونیسي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان جګړې او د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لپاره هېڅ دلیل نلري او طالبان یوه داسې سیاسي هوکړه غواړي، چې له مخې یې هغوی ته په نړیواله کچه مشروعیت ورکړ شي او د امریکا او ملګرو ملتونو لخوا پرې لګول شوي بندیزونه لري شي.

خلیلزاد ویلي، چې که طالبان د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لار غوره کړي؛ نو مخه به یې ونیول شي.

نوموړی په دې اړه وایي: طالبان د راتلونکې په اړه د پرېکړې لپاره دوه بنسټیز غوراوي لري؛ د خبرو له لارې سولې ته رسېدل او د سیاسي تحریک په توګه راڅرګندېدل، چې په دې توګه د ټولنې برخه کېدلی شي او نړیواله ټولنه به هم  ترې ملاتړ وکړي.

ای پي راپور ورکړی، چې د ټکزاس جمهوریت غوښتونکي ​​مک کاول ټینګار کړی، چې د صفر فرصت هم له شونتیا لرې ندی. دا شونې ده، چې طالبان به د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په فبروري کې د ټرمپ له ادارې سره د دوی د مشرانو پر ژمنو ټینګار وکړي، چې په کې د سولې دوامداره خبرې او له القاعدې سره له هر راز همکارۍ او ملاتړ ډډه کول دي.

مک کاول ویلي: ښکاري دا، چې طالبان به د دې هېواد د واک خپلولو هڅه وکړي او او هر څه به بدل شي.

هغه وایي: دوی( طالبانو) د بایډن له اعلان او د ځواکونو له وتلو مخکې بریدونه پیل او ګړندي کړي؛ نوې ساحې او اډې یې نیولي دي. په هېواد کې له پوځي شتون پرته امریکا دوی ته د القاعده په څیر له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د ژورو کولو زمینه برابروي. دا هغه څه دي، چې غواړي یوځل بیا پر مونږ او متحدینو له دې هېواده بهرني بریدونه پیل شي.

خلیلزاد د امریکایي ځواکونو د وتل بهیر ښه او ډاډمن یاد کړی او زیاتوي؛ مونږ تمه لرو، چې همداسې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هغه ویلي؛ له ګاونډ هېوادونو مو هوکړه ترلاسه کړي، چې د ګواښونو د مخنیوي لپاره به د تروریزم ضد امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه په لرې واټن کې ځای په ځای کړي.

Trending

Exit mobile version