تازه خبرونه

د امریکا له وتلو وروسته طالبان اوس له آزموینې سره مخ دي – خلیلزاد

Published

on

د دوشنبې پر شپه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څرګنده کړې، چې طالبان اوس د یوه خوندي او سوکاله راتلونکي پر لور د هېواد لیږدولو له آزمون سره مخ  شوي دي.  

زلمي خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې په ډاګه کړې، چې اوس د جګړه د پای ته رسولو وخت راورسېد.

نوموړی وایي: دا یو ښه فرصت دی، چې د دوی هم جګړه پای ته ورسوي. طالبان اوس له یوه امتحان سره مخ دي. آیا دوی کولی شي خپل هېواد یوې خوندي او هوسا راتلونکې ته ورسوي، چې ټول وګړي یې د  نرینه او ښځینه وو په ګډون خپلې وړتیاوې څرګندې کړي؟!.

آیا افغانستان کولی شي نړۍ ته د خپل ګډ فرهنګ، ګډ تاریخ او بېلابېلو دودونو ښکلا او ځواک وړاندې کړي؟

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د دوشنبې پر ورځ په بېلابېلو الوتنو کې له سرخوګيو سره سره، چې د وتلو د بهیر پر مهال یې داعشي ځانمرګي بریدګر ۱۳ سرتېري ووژل او په زرګونه افغانان او په سلګونه امریکایان یې د تېښتې په تمه پریښول؛ له افغانستان څخه شاتګ وکړ او د ځواکونو وتل یې بشپړ کړل.

د دوشنبې پر شپه د کابل د هوایي ډګر د ۸۲ قطعې قومندان تورن جنرال کریس ډوناهو د سفارت له چارسمبالی راس ویلسون سره یو ځای په سي ـ ۱۷ ټرانسپورټي الوتکې کې د وروستیو غړیو په توګه له کابل هوایي ډګره ووتل.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د خوشالیو ډزې د شپې له ۱۲:۰۱ وروسته هغه مهال پیل شوې، چې د امریکایي سرتېرو له وتلو سره په هېواد کې د امریکا ۲۰ کلن نظامي حضور پای ته ورسېده.

Trending

Exit mobile version