نړۍ
د امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
هغه ټینګار کړی، چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې باید له نړیوال قانون څخه د سرغړونو د ملاتړ لپاره باید ونه کارول شي.
عبدل السید، چې د امریکا د مشرانو جرګې ته لومړني مسلمان سناتور ټاکل شوی؛ له واشنګټن څخه غوښتنه کړې، چې له پاکستان او څو نورو هېوادونو سره خپلې مالي او پوځي مرستې له سره وارزوي.
هغه ټینګار کړی، چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې باید له نړیوال قانون څخه د سرغړونو د ملاتړ لپاره باید ونه کارول شي.
السید، چې ډیموکراټ دی په میشیګان ایالت کې یې جمهوري غوښتونکی نوماند مایک راجرز مات کړ. هغه له «ایبيسي» سره په مرکه کې ویلي؛ امریکا باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د بهرنیو مرستو تګلارې یې له نړیوال قانون سره سمون ولري.
هغه ټینګار کړی، چې دا موضوع باید یوازې پر اسرائیلو پورې محدوده نهشي، بلکې پاکستان، مصر او اردن هم باید په کې شامل وي.
نوموړي ویلي:« که مونږ یوه داسې هېواد ته پیسې ورکوو، چې له همدې پیسو څخه د نړیوال قانون پر وړاندې کار اخلي؛ زما پر اند دا د پیل لپاره ښه ځای دی.»
د السید څرګندونې له هغې وروسته مطرح کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال تر پایه اسرائیلو ته د شاوخوا څلور میلیارډ ډالرو کلنۍ پوځي مرستې د پای ته رسولو پلان اعلان کړ.
السید د اسرائیلو د پوځي مرستو د کمولو لپاره د ټرمپ له وړاندیز هرکلی کړی او څرګندوي، چې د ولسمشر له دې تګلارې سره موافق دی.
هغه همداراز له اسرائیلو سره د امریکا د وسلو پر پلور د محدودیتونو غوښتنه کړې او ادعا یې کړې، چې د امریکا لهخوا ورکړ شوې ځینې وسلې د هغه پر اند په نسلوژنه او توکمپالنه کې کاریږي.
امریکا اوسمهال له اسرائیلو سره د یوه تړون له مخې هر کال ۳.۸ میلیارډ ډالر پوځي مرستې کوي او دغه تړون تر ۲۰۲۸ز.کال پورې نافذ دی.
د السید نیوکه یوازې پر اسرائیلو محدوده نهده؛ هغه له مصر، سعودي عربستان، اردن او پاکستان سره د امریکا پر پوځي مرستو هم نیوکه کړې او وایي، چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې باید د هېواد د کورنیو لومړیتوبونو لپاره ولګول شي.