تازه خبرونه
د امریکا متحدو ایالتونو افغان امنیتي ځواکونو ته له اړتیا زیات تجهیزات پیرلي دي
د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانگړی مفتش( سیگار) افغان امنیتي ځواکونو ته د تجهیزاتو په برخه کې پر شویو لگښتونو اندیښنه وښوده.
د دغه بنسټ رییس ویلي، افغان ځواکونو ته د شپږسوه دېرش میلیون دالرو په ارزښت تجهیزات پیرل شوي، چې د دغو تجهیزاتو په رسیدو د پخوانیو تجهیزاتو د استهلاک بهیر له ستونزو سره مخ کیږي.
د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سپکو وایي، زه په دې اندېښنه لرم، چې مونږ افغان دفاعي ځواکونو ته له اړتیا زیات تجهیزات او نقلیه وسایط پیرلي دي.
نوموړي په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو قوماندان جان کمپبل ته یو لیک استولی او ځینې پوښتنې یې مطرح کړي څو ځواب ورکړ شي.
د سیگار رییس جان کمپبل ته د اکتوبر تر پېنځلسمې وخت ورکړی څو په دې هکله ځواب ورکړي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وایي، د درندو وسلو او هوایی ځواک په برخه کې دوي نه دي تجهیز شوي.
افغان ځواکونو ته له اړتیا د زیاتو پوځي تجهیزاتو په برخه کې د سیگار دغه رپوت داسې مهال خپریږي، چې په ځینو مواردو کې د تجهیزاتو د کمي له کبله افغان ځواکونو خپل تجهیزات وسلوالو ته پریښي او حتا له همدې کبله د دښمن لاسونو ته لویدلي دي.
خبریال: محمد میلاد سکندری