تازه خبرونه

د امریکا مشرانو جرګې د دفاعي بودیجې وړاندیز ومانه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۳۹۹)

د امریکا مشرانو جرګې د ۲۰۲۱ کال لپاره د ۷۴۰ میلیارډ ډالرو وړاندیز د ۸۴ موافقو او ۱۳ مخالفو پر وړاندې کولو تصویب کړ.

د دغې لایحې پر بنسټ، ټرمپ باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو مخکې نورې ډېرې څېړنې ترسره کړي.

دغه پلان به د ولسمشر ټرمپ واک له افغانستان او جرمني څخه د عسکرو په ایستلو کې محدود کړي. له دې مخکې د امریکا ولسمشر د دغه وړاندیز د تصویب پر خلاف خبرداری ورکړی و.

د امریکا ولسي جرګې د پوځي خدمتونو د کمېټې مشرتابه غړی لیز چیني په دې اړه وایي: دا یوه حساسه طرحه ده او پر هغه څه تمرکز کوي، چې ډېر اړین دي. په دې اړه، چې مونږ څه اړتیا لرو، چې امنیت مو پیاوړی کړو او په افغانستان کې څه باید تر سره شي. مونږ باید ډاډه شو، چې په افغانستان کې ترهګر خوندي پناه ځایونه ونلري.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو ويلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېري وتل باید په افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کمزورې نکړي.

امریکا په پام کې لري، چې د راتلونکې میاشتې تر نیمایي پورې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړي. د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې پاتې سرتېري به د شرایطو له مخې افغانستان پرېږدي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم ویلي: د امریکایي ځواکونو وتل که د مسوولیت او ژمنو پر بنسټ ترسره شي؛ د افغانستان په امنیتي وضعیت کې به ستونزه نه رامنځته کوي؛ خو که دغه وتل بیړني او مسوولانه وي، نو دا به جدي پایلې ولري.

له دې مخکې د ولسي جرګې پوځي خدماتو کمیټې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو تر پای پورې د څلور زره امریکایي سرتېرو د وتلو محدودولو پلان تصویب کړی و.

Trending

Exit mobile version