تازه خبرونه

د امریکا ملي امنیت سلاکار او د قطر لومړي وزیر د افغانستان په اړه خبرې وکړې

Published

on

تېره ورځ د امریکا ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان او د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني په تیلیفوني خبرو کې د یو لړ نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو، خپلمنځیو اړیکو، ګډو سیمه‌ییزو او نړیوالو ګټو په اړه خبرې وکړې.

د تسنیم خبری آژانس د راپور له مخې؛ د امریکې او قطر دغو دوه لوړپوړیو چارواکو په تېره بیا د ایران د اتومی هوکړې، د روسیې او اوکرایین د کړکیچ او د هغې د سوله‌ییزو حل‌لارو او د لبنان او افغانستان پر حالاتو خبرې اترې وکړې.

د امریکا ملي امنیت سلاکار او د قطر لومړي وزیر هم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version