تازه خبرونه

د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ د مشرانو جرګې د ولکې لپاره ډيموکراټان ۵۱ څوکیو ته اړتیا لري

د مشرانو جرګې یا سنا له ۱۰۰ څوکیو څخه د ۳۵ څوکیو لپاره سیالي کېږي.

Published

on

 

د امریکا منځمهاله ټاکنې نن( سې‌شنبه د لړم دولسمه / د نومبر درېیمه) ترسره کېږي. په دې ټاکنو کې د کانګرس د دواړو جرګو؛ استازو جرګې او مشرانو جرګې د غړیو د ټاکلو ترڅنګ د یو شمېر ایالتونو پر کچه هم ټاکنې کېږي.

د مشرانو جرګې یا سنا له ۱۰۰ څوکیو څخه د ۳۵ څوکیو لپاره سیالي کېږي.

د امریکا د مشرانو جرګې غړي د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي او په هرو دوه کلونو کې د جرګې نږدې درېیمه برخه څوکۍ د ټاکنو له لارې بدلېږي.

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ هم د سیالۍ ډګر ته وړاندې کېږي.

دا ټاکنې د ولسمشرۍ د څلور کلنې دورې په نیمایي کې ترسره کېږي او د راتلونکو دوه کلونو لپاره د کانګرس د دواړو جرګو سیاسي جوړښت ټاکي.

اوسمهال جمهوري غوښتونکي په مشرانو جرګه کې ۵۳ او ډیموکراټان ۴۷ څوکۍ لري، چې په دې کې دوه خپلواک سناتوران هم غړیتوب او له ډیموکراټانو سره همغږي لري.

د مشرانو جرګې د واک د ترلاسه کولو لپاره ډیموکراټان باید لږ تر لږه ۵۱ څوکۍ ولري؛ یعنې د اوسني جوړښت پر پرتله څلور نورې څوکۍ وګټي. د جمهوري غوښتونکو مرستیال ولسمشر جې‌ډي ونس کولی شي د ۵۰-۵۰ رایو د برابرۍ پر مهال پرېکړه کوونکې را ورکړي.

د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلې یوازې د کانګرس د واک پر وېش اغېز نه‌لري، بلکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاتې دوه کلونو د حکومتولۍ پر بهیر هم اغېز کولی شي.

که ډیموکراټان د کانګرس د یوې یا دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړي؛ د حکومت د قوانینو او سیاسي تګلارو د پلي کېدا پر وړاندې به د څارنې او محدودولو ډېر واک ولري.

که څه هم د ولسمشرۍ څوکۍ په دغو ټاکنو کې د سیالۍ برخه نه‌ده؛ خو د پایلو ارزونه به د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړیو دوه کلونو د کړنو او تګلارو په اړه د امریکایانو د نظر د معلومولو یوه مهمه وسیله وي.

د مشرانو جرګې د غړیو پېر شپږ کلن دی او د استازو جرګې غړي د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي.

د ټاکنو ګټونکي سناتوران به د ۲۰۲۷ز.کال د جنورۍ له درېیمې خپلې نوې دورې پیل کړي.

#آریانا‌نیوز #امریکا #منځمهاله‌ټاکنې #ډونالډ‌ټرمپ #کانګرس #مشرانوجرګه #ډیموکراټان #جمهوري‌غوښتونکي

Trending

Exit mobile version