نړۍ

د امریکا هوایي ځواک له غږه د چټکې وسلې ازموینه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱, ۱۴۰۳)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا هوایي ځواک په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دا ازموینه د یکشنبې پر ورځ B-52 بم غورځوونکې الوتکې ترسره کړه، چې له ګوام ټاپو څخه یې الوتنه کړې .

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ B-52 بم غورځوونکې الوتکه د “هوایی چټک غبرګون وسلې” (ARRW) بریالۍ و ازمویلې.

د امریکا هوايي ځواک په دې اړه نور جزئیات ندي خپاره کړي؛ خو په تېرو ازموینو کې څرګنده شوې وه، چې له غږه پېنځه برابره چټکه وه.

امریکا یوازنی هېواد ندی، چې له غږه چټکه وسله جوړوي.

امریکايي پوځي چارواکو ادعا کړې، چې روسیې دا ډول وسله په اوکراین کې کارولې ده.

ویل کیږي، چې بیجینګ د اکتوبر په میاشت کې دا ادعا رد کړې ده.

Trending

Exit mobile version