نړۍ
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د رای اچونې بهیر پیل شو
د نظرپوښتنو له مخې، د جورجیا، اریزونا، نیواډا، میشیګان، شمالي کارولینا، پنسلوانیا او ویسکانسن په اووه ایالتونو کې به د ټاکنو بریا پرېکنده وي.
امريکايي رسنيو خبر ورکړ، چې د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رای اچونې بهير پيل شوى دى.
د راپورونو له مخې، د ۵۰ ایالتونو په ۲۵ هغو کې د رای اچونو ځایونه پرانیستل شوي او په نورو کې به هم پرانیستل شي.
په واشنګټن ډي سي، فلوریډا، ایلینویز، جورجیا، آلاباما، ډیلاویر، مریلنډ، میساچوسټس، پنسلوانیا او میسوري کې د رای ورکولو مرکزونه لا دمخه پرانیستل شوي دي.
د نظرپوښتنو له مخې، د جورجیا، اریزونا، نیواډا، میشیګان، شمالي کارولینا، پنسلوانیا او ویسکانسن په اووه ایالتونو کې به د ټاکنو بریا پرېکنده وي.
که ډونالډ ټرمپ وګټي؛ نو د دوهیم ځل لپاره به سپینې ماڼۍ ته ننوځي.
که کامالا هریس یې وګټي؛ نو د امریکا په تاریخ کې به لومړۍ ښځینه ولسمشره شي.
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره رای اچونه په داسې حال کې پیل شوې، چې د جمهوري غوښتونکیو نوماند ډونالډ ټرمپ او ډیموکراټې نوماندې کامالا هریس ترمنځ سیالي روانه ده.
