تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر ترمپ له پایلو مخکې د بري ادعا وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۴, ۱۳۹۹)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د چارشنبې پر ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان مخکې ادعا وکړه، چې هغه د ټاکنو  د رایو ګټونکی دی.

ترمپ خپلو ملاتړیو ته ډاډ ورکړ، چې: مونږ دا ټاکنې وګټلې.

د دونالد ترمپ دې څرګندونې امریکایان اندېښمن کړي؛ ځکه نوموړي پرته له دې، چې اسناد او شواهد وړاندې کړي، خپله دا ادعا رسنیزه کړې ده.

رویترز راپور ورکړی، چې د امریکا په ټولو ایالتونو کې د ټاکنو قانون د ټولو رایو شمېرلو ته اړتیا لري مخکې له دې، چې ګټونکی اعلان شي.

سږکال د تېرو کلونو پر پرتله خلکو د کرونا ویروس له وېرې برښنایي رایې ورکړې او جوبایدن هم پر برښنایي رایو ټینګار څرګند کړی دی.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند جوبایدن د چهارشنبې پر سهار ویلي: مونږ د هغه ځای په اړه ښه احساس کوو، چې په کې یو.

دغه راز د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند دونالد ترمپ څو ځله او پرته له شواهدو وړاندیز کړی، چې د برښنایي رایو ورکولو ډېروالی به د درغلیو د زیاتوالي لامل وګرځي.

که څه هم ټاکنیزو کارپوهانو ويلي، چې درغلي ناشونې ده او د رایو ورکولو پاڼې د امریکایي ټاکنو اوږد مهاله ځانګړتیا ده.

Trending

Exit mobile version