تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د ځواکونو پر وتلو او د افغانستان پر راتلونکي خبرې کوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۴۰۰)

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر به پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۷ په راتلونکیو څو ګړیو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او په راتلونکي کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه وغږیږي.

رويټرز څرګنده کړې؛ ولسمشر جو بایډن نن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپل ترټولو پراخ او هراړخیز اندونه وړاندې کوي، چې ورسره به د کورنۍ جګړې د پېښېدو په اړه د جمهوري غوښتونکیو اندېښنې او نیوکې راوپاروي.

د رویټرز په راپور کې راغلي؛ امریکا به له طالبانو سره د هوکړې له مخې د دوبي تر پایه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

دې کار د افغانستان په ډېرو برخو کې د واک تشه رامنځته کړې او طالبانو د تاجکستان سره د پولو په ګډون د هېواد پراخې سیمې ونیولې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، چې جوبایډن به د پنجشنبې پر ورځ خپلو خلکو ته په خطاب کې د افغانستان په اړه د خپلې ادارې پر تګلاره معلومات وړاندې کړي اوټاکل شوې، چې د ځواکونو د وتلو په اړه بدلونونه هم ورسره مل وي.

دغه راز د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

له بلې خوا ډېريو کارپوهانو د دغه راز وتلو په اړه له کورنۍ جګړې خبرداری ورکړی دی.

ترټولو مهم خبرداری په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوي غوره شوي قومندان جنرال آسټین میلر خپور کړی، چې د ځواکونو له بشپړ وتلو سره به په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځته شي.

د امریکا استخباراتي سرچینې هم دې پایلې ته رسیدلي، چې د افغانستان حکومت او اردو د کابل ساتنه نشي کولی او روانه شل کلنه جګړه هم پوځي حل نلري.

دا په داسې حال کې ده، چې جوبایډن د ډونالډ ټرمپ سیاسي هوکړه وننګوله او د نظامي مشرانو پر مشرۍ یې وغوښتل، چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره باید خپل حضور د سپټمبر تر ۱۱ خوندي او د زور له لارې د طالبانو د بیا واکمنېدو مخه ونیسي، چې دې کار د سولې خبرې وځنډولې او جګړې هم په هېواد کې پراخې شوې.

Trending

Exit mobile version