تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر د آسیایي هېوادونو د امنیت او ثبات په اړه خوښي څرګنده کړې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۰, ۱۴۰۱)

د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي، په تېرو اتلس مياشتو کې د امريکایي تګلارې له پلي کېدا د آسيايي هېوادونو امنيتي وضعيت ښه شوی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن، څرګنده کړې؛ هغه تګلارې، چې مونږ په تېرو ۱۸ میاشتو کې د بهرنیو مسلو په اړه درلودې؛ په آسیا کې یې ثبات او امنیت ښه کړی دی. که څه هم په اوکراین کې د روسیې یرغل په ټوله نړۍ کې اقتصادي وضعیت ګډوډ کړی؛ خو مونږ هڅه کوو، چې منفي اغېزې یې را کمې کړو.

د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنیت شورا مرستیال پدې باور دی، چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د دغه هېواد د پوځیانو ایستلو پدې هېواد د ملګرو هېوادونو باور ته زیان اړولی دی او غلیمان یې زړور کړي دي.

د امریکا د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مرستیالې کیتي مک فارلند ویلي: له افغانستان څخه زمونږ غیرمعمولي وتل په نړۍ کې د امریکا دریځ بدل کړی. له هغه وخت راپدیخوا زمونږ دوستان نور ره مونږ باور نلري او زمونږ دښمنان نور له مونږ نه ویریږي.

دغه راز  امریکايي چارواکو فاکس نیوز ته ویلي، چې واشنګټن له تېرو پېنځه میاشتو راپدیخوا پر اوکراین دومره پیسې لګولي، چې په افغانستان کې د پوځي حضور په لومړیو شپږو کلونو کې لګولې وې.

سیاسي شنونکی عزیز معارج پدې باور دي، چې د اوکراین په جګړه کې د امریکا او ناټو دریځ او له روسیې سره د امریکا او ناټو غیر مستقیمه جګړه به په اوږدمهال کې واشنګټن او مسکو د یو بل پر وړاندې ودروي.

په لرې او نږدې هېوادونو کې د شته کړکېچونو له په پام کې نیولو سره اسلامي امارت، چې په دې وروستیو کې د حاکمیت ډګر ته داخل شوی، په وار وار یې د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونکړي او ډاډ څرګندوي، چې افغانستان د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

Trending

Exit mobile version