تازه خبرونه

د امریکا ولسي جرګې له افغانستان څخه پر ناسمو وتلو بایډن او هریس پړه وګڼل

دا پرېکړه لیک د ۱۰ ډیموکراټانو او ټولو جمهوري غوښتونکیو لخوا تصویب شو.

Published

on

د امریکا ولسي جرګې یو داسې پرېکړه لیک تصویب کړی، چې په کې پر ولسمشر جوبایډن او کامالا هریس له افغانستان څخه د ځواکونو د ناسمو ایستلو له کبله نیوکې شوې دي.

دا پرېکړه لیک د ۱۰ ډیموکراټانو او ټولو جمهوري غوښتونکیو لخوا تصویب شو.

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک‌کال د چارشنبې پر ورځ دې جرګې ته د یو داسې پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه، چې له مخې یې ولسمشر جوبایډن او مرستیاله ولسمشره کامالا هریس له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو تر نیوکې لاندې راغلي او د ۱۳ امریکایانو د وژل کېدو مسوول یې بولي.

له دې مخکې د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د افغانستان په اړه د کانګرس په غونډه کې د نه‌ګډون له کبله کانګرس ته پر سپکاوي تورن کړی و.

مک کال ویلي، چې درې کاله مخکې د بایډن او هریس ادارې له پلان، پاملرنې او مسوولیت له احساس پرته افغانستان ناسم پرېښود او ځواکونه یې وویستل.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د چاودنې له کبله ۱۳ امریکايي پوځیان او له ۱۷۰ ډېر ملکي افغانان وژل شوي او ۴۵ نور امریکايي پوځیان او ګڼ افغانان ټپیان شول.

ویل کیږي، چې ځینو ډیموکراټانو د بایډن او هریس پر ضد د پرېکړه لیک تصویب د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یوه سیاسي هڅه ګڼلې ده.

د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا پخواني ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد ویلي: د دوحې تړون له بشري حقونو سره هیڅ تړاو نلري او د خوندي پوځي وتلو شرایطو پورې اړه لري. طالبانو هوکړه کړې وه، چې د افغانستان لپاره یو نوی حکومت جوړ کړي او د دوی د بشري حقونو پر پالیسۍ به په جلا توګه خبرې اترې کیږي.

 د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل یوه ستونزمنه؛ خو سمه پرېکړه وه، ځکه له دې سره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.

Trending

Exit mobile version