تازه خبرونه
د امریکا ولسي جرګې په افغانستان کې د تګلارې په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه
د امریکا دیموکراتانو د ولسي جرګې د نظارت او اصلاحاتو په کمیته کې له پنتاګون او د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو وغوښتل، چې د روانې میاشتې په ناسته کې دې د افغانستان په اړه له خپلې تګلارې معلومات وړاندې کړي او ان دا ګواښ یې هم کړی، چې که ورسره همکاري ونکړي؛ نو دوی به احضار شي.
ولسي جرګې دفاع وزیر مارک ایسپر او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته په یوه لیک کې په ډاګه کړې، چې دواړه وزارتونه د سپتمبر تر ۹ پورې خپل شواهد وړاندې کړي.
په لیک کې راغلي: که ستاسې وزارتونه په داوطلبانه ډول شواهد وړاندې نکړي؛ نو د ملي امنیت فرعي کمیته به له اجبار پرته بله لار ونلري.
د بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون له یو کال راپدیخوا د ولسي جرګې بلنه بې پاملرنې پریښې ده.
په لیک کې دا هم راغلي، چې پنتاګون له ورتګه انکار کړی او خلیلزاد د سفر له کبله یادې ناستې ته ندی ورغلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جولای د میاشتې په وروستۍ غونډه کې وویل، چې ټول سرتېري به د راتلونکي میلادي کال په می کې له افغانستان څخه ووځي.
هغه ویلي، چې شمېر به یې صفر ته راټیټ شي.
د دوحه تړون له مخې؛ چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ په دوحه کې د خلیلزاد او ملابرادر په استازیتوب لاسلیک شوی؛ له ۸۶۰۰ څخه ډېر امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وتلي او د دوی پېنځه پوځي اډې افغان ملي اردو ته سپارل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت په وینا طالبانو د بندیانو د خوشې کولو بهیر نیمګړې پریښود او اشرف غني هم د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر ودراوه.
د دوحې تړون په له مخې، طالبانو شاوخوا ۱۰۰۰ حکومتي بندیان خوشې کړي دي. په داسې حال کې، چې حکومت د یادې هوکړې د نوملړ له ۵۰۰۰ طالب بندیان ۳۲۰ د نورو حکومتي بندیانو سره تبادلې ته وساتل.
