نړۍ

د امریکا په تکزاس ایالت کې د یوه بریدګر پر ډزو ۵ کسان ووژل شول

Published

on

د رویترز خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د تکزاس ایالت په یوه کور کې له وسلوال بریده د یوه ۸ کلن ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي دي.

په دې ایالت کې د سن جاسینتو د پولیسو چارواکو څرګنده کړې؛ دوی ته په ځايي وخت د شپې پر ۱۱:۳۰ بجو یو زنګ راغی او سمدستي د پېښې ځای ته واستول شوو او ودانۍ ته له ننوتلو وروسته یې څو کسه قربانیان وموندل.

د دغه برید تر ټولو کوچنی قرباني یو ۸ کلن ماشوم و او د دوه ښځینه قربانیانو په ګډون، چې په خوب‌خونه کې یې جسدونه موندل شوي؛ ۵ کسان وژل شوي دي.

ویل کیږي چې نیول شوی کس مکسیکوی دی، چې پر نشه‌يي توکو روږدی او پر ناقانونه وسلو سمبال و.

پولیسو د قربانیانو هویت، عمر او له مشکوک کس سره د احتمالي تړاو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو دا یې تائید کړې، چې برید په یوه کور کې شوی او قربانیان ټول د هندوراس اوسیدونکي دي.

Trending

Exit mobile version