نړۍ

د امریکا په تکزاس ایالت کې د ۵ ګاونډیانو پر وژلو تورن کس ونیول شو

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۴, ۱۴۰۲

د امريکا په تکزاس ايالت کې د امريکا پوليسو هغه کس نیولی، چې د ۵ ګاونډیانو پر وژلو تورن پېژندل شوی دى.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ دغه سړی له څلور ورځنۍ پلټنې وروسته په یوه نږدې ښارګوټي کې پټ شوی و، چې د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ونیول شو.

د تېرې جمعې پر ورځ دا مرګونی برید له هغې وروسته رامنځته شو، چې ګاونډیانو له دغه شکمن کس څخه په خپل انګړ کې ډزې بندې کړي؛ ځکه دې کار د دوی ماشوم راویښ کړ.

هغه د دغه اعتراض په ځواب کې خپل ټوپک بیا ډک کړ او ګاونډي کور ته، چې د هندوراس کډوال و؛ ننوت او د یوه اته کلن ماشوم په ګډون یې پېنځه کسان ووژل.

د مکسیکو د دې شکمن وګړي نوم فرانسیسکو اوروپیزا دی، چې ۳۸ کاله عمر لري، چې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نوموړی له ۲۰۰۹ کال راپدیخوا د امریکا د مهاجرت ادارې له لوري څلور ځله له امریکا څخه ایستل شوی دی.

د یادونې ده، چې هغه له ۸۰ زره دالرو انعام ټاکلو وروسته د یوه نامعلوم کس د معلوماتو پر مرسته نیول شوی دی.

Trending

Exit mobile version