نړۍ
د امریکا په تکزاس ایالت کې ۴۶ ناقانونه کډوال مړه شوي
د یو لړ راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د امریکا په تکزاس ایالت کې له یوه کانتینره د نا قانونه کډوالو ۴۶ مړي راایستل شوي دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې دغه پېښه د چنګاښ پر ۶ د جون پر ۲۷ د ټکزاس ایالت د انتونیو ښار په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې په ډاګه کړې؛ دا کانتینر په یوه تېلر موټر کې بار و، چې د انتونیو ښار د سویل لویدیځ لوري ریل پټلیو ته نږدې درول شوی و.
یادې سرچینې د پولیسو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ له موندل شوي کانتینر څخه د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ نور کسان، چې روغتیایي حالت یې د تودوخې او ستړیا له کبله د اندېښنې وړ دی روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یو لړ راپورونو له مخې؛ د تېلر چلوونکی له سیمې تښتېدلی او پولیسو یې د پلټنې چارې پیل کړې دي.
چارواکو دا هم ویلي، چې د پېښې په تړاو یې درې کسان نیولي هم دي.
د امریکا ټکزاس ایالت له مکسیکو سره ګډه پوله لري او له مکسیکو څخه هره ورځ سلګونه کډوال ټکزاس ته داخلیږي.
د امریکا او مکسیکو په پوله کې د کډوالو پر تګ راتګ بندیزونو د دې ایالت د دیموکراتانو اندېښنې راپارولي د امریکا د ولسمشر جو بایډن د کډوالۍ پر پالیسیو نیوکې کیږي.
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مارسیلو ابرارد تویت کړی؛ دا یوه خواشینوونکې پېښه ده او څرګندويٍ، چې تر دې دمه د زیانمنو کډوالو تابعیت او ځای تائید شوی ندی.
د یادونې ده، چې ځايي پولیسو تر دې دمه د دې پېښې بشپړ جزئیات ښکاره کړي ندي.
