نړۍ
د امریکا په سنا کې پوتین د جنګي مجرم په توګه وغندل شو
رویټرز څرګنده کړی؛ د امریکا مشرانو جرګې د سې شنبې پر ورځ یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کې پر لوی کثریت د جنګي مجرم په توګه غندل شوی دی.
د یاد راپور له مخې؛ دغه پرېکړه لیک، چې جمهوري غوښتونکي سناتور لیندزي ګراهام وړاندې کړ او د دواړو ګوندونو سناتورانو ترې پر لوی اکثریت ملاتړ څرګند کړ. په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه (ICC) او نور هېوادونه یې وهڅول، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پرمهال د جنګي جرمونو په اړه خپلې څېړنې وکړي.
د مشرانو جرګې د ډیموکراټانو د اکثریت مشر چک شومر له عمومي ناستې مخکې په یوه لنډه وینا کې ویلي: په دې خونه کې مونږ ټول له ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکیو سره همغږي شو، چې ولادیمیر پوتین د اوکراین د خلکو پر وړاندې له ترسره شويو ظلمونو تېښته وکړي.
رویټرز ویلي، روسیه د اوکراین د بېوسلې کولو او خلک له ګواښونو څخه د خلاصولو لپاره خپل ځانګړي پوځي عملیات تر سره کوي. پوتین دغه هېواد د امریکا یوه مستعمره نومولې، چې یو ګوډاګی تپل شوی رژیم لري او ناخپلواک دولت لري.
رویټرز راپور ورکړی، چې مسکو د فبرورۍ پر ۲۴ له خپل یرغل وروسته د اوکراین له ۱۰ لویو ښارونو څخه یو هم بشپړ ندی نیولی.
