نړۍ
د امریکا په فیلادلفیا ښار کې د ډزو له کبله ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د امریکا پولیسو په ډاګه کړی، چې د امریکا د پنسلوانیا ایالت د فیلادلفیا په ښار کې تېره شپه پر سیمهییز وخت ناوخته ( د جولای ۳ / د چنګاښ ۱۲ ) د ډزو له کبله لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي، ۲ ټپیان دي او یو شکمن کس نیول شوی دی.
د فیلادلفیا د پولیسو کمیشنر دانیل اوتلا ویلي: شکمن سړی، چې ویل کیږي ۴۰ کلن دی؛ داسې بریښي، چې له قربانیانو سره هیڅ اړیکه نهلري او د برید پرمهال یې مرمۍ ضد واسکت او د پولیسو سکنر هم لېږداوه.
هغه زياته کړې، چې د پېښې په تړاو دوهيم کس هم نيول شوى دى.
د رویترز د څرګندونو له مخې: دا اوس هم ناڅرګنده ده، چې دغه کس له برید کوونکي سره کومه اړیکه درلوده او که نه؛ خو پولیس باور لري، چې له بریدګر سره یې خبرې کړي دي.
دانیل دا هم څرګندوي؛ د پېښې له ځای څخه درې وسلې ترلاسه شوي، چې په کې یو ټوپک او یوه تومانچه هم شته دي، چې تړاو یې له تورن سره ترې په ډاګه کیږي.
دا ډزې له هغې یوه ورځ وروسته رامنځته کیږي، چې د ماریلند ایالت په بالتیمور ښار کې دوه کسان پر ډزو ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان دي، چې نیمايي یې ماشومان ول.