نړۍ

د امریکا په هوايي برید کې ۶۸ حوثیان ووژل شول

المسیره د دوشنبې پر ورځ( د غویی اتمه) راپور ورکړی، چې امریکا په دې عملیاتو کې یوه بندخونه پر نښه کړې ده.

Published

on

د یمن د حوثيانو المسیره ټلویزیون راپور ورکړی، چې د یمن د شمال لویدیځ پر صعده د امریکا د برید له کبله لږ تر لږه ۶۸ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.

المسیره د دوشنبې پر ورځ( د غویی اتمه) راپور ورکړی، چې امریکا په دې عملیاتو کې یوه بندخونه پر نښه کړې ده.

د یمن د حوثیانو د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې د امریکا د برید پر مهال په بندخونه کې ۱۱۵ افریقایي کډوال ساتل کېدل.

صعده د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو یو له مهمو اډو څخه ګڼل کیږي او پخوا هم د امریکا د هوايي بریدونو هدف ګرځیدلی ده.

العربیه څانګې د وري پر اتلسمه په صعده ولایت کې د حوثي قومندان ابو عبدالله الحمران له وژل کېدو راپور ورکړی و.

د ۱۴۰۳ کال د فبروري پر پېنځلسمه د ډونالډ ټرمپ ادارې حوثیان د “بهرنيو ترهګرو ډلو” په نوملړ کې شامل کړل.

په دې وروستیو ورځو کې د امریکا پوځ په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې خپل کمپاین چټک کړی دی.

د حماس او اسرائیلو د جګړې له پیل لږ وروسته حوثیانو په سره سمندر، باب المندب تنګي او عدن خلیج کې پر نړیوالو کښتیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې سمندري امنیت له خطر سره مخ کړ. د دې بریدونو ساحه حتا د هند سمندر ته هم وغځېدله.

دې ایران پلوې ډلې  تل کوښښ کړی، چې د اسرائیلو خاوره  پر نښه کړې ده.

امریکا په سیمه کې خپل پوځي شتون پیاوړی کړی، چې څارونکي یې د ایران حکومت او حوثیانو لپاره بشپړ ګواښ ګڼي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې د حوثیانو پر مرکزونو به د امریکا پوځي بریدونه تر هغې روان وي، چې پر نړیوالو کښتیو د دوی بریدونه ونه‌درول شي.

د غویی پر اتمې سهارمهال د امریکا پوځ اعلان وکړ، چې د حوثیانو پر وړاندې وروستیو بریدونو پر دې ډلې “وژونکې اغېزه” درلوده.

د امریکا پوځ دا هم ویلي، چې دوی به په یمن کې د عملیاتي امنیت ساتنې” لپاره د خپلو بریدونو په اړه ځانګړي جزئیات خپاره نکړي. “

د سکای نیوز عربيه ورځپاڼې د وري پر نولسمه په یمن کې د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د امریکا هوايي بریدونو له زیاتېدا وروسته حوثیانو خپل یو شمېر استخباراتي قومندانان د جاسوسۍ او د دوی د پوستو د همغږۍ د افشا کولو پر تور نیولي دي.

Trending

Exit mobile version