تازه خبرونه
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې جو بایدن ځان بریالی کړ
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د امريکا ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ديموکراتانوو نوماند جوبایدن د ټاکنيزو حوزو ۲۸۴ رایې ترلاسه کړي او د امريکا ۴۶ ولسمشر شو او خپل سيال ولسمشر دونالد ترمپ ته يې ماته ورکړه.
جوبایدن وړاندوينه کړې، چې چوپتیا او مهرباني مې د کرونا ویروس په اړه د همدردۍ او ساينسي طريقې ژمنې په ډاګه کوي او د دونالد ترمپ د سپينې ماڼۍ له څلور کلن کړکېچ وروسته د امريکايي سياست د ثبات ژمنه کوي.
بايدن په خپل تویت کې څرګنده کړې «ډېره مننه، چې زه مو غوره کړم.»
ولسمشر ترمپ د ټاکنيزو حوزو ۲۱۴ رايې ګټلي، خو تر اوسه يې خپله ماتې نده منلې.
بایدن د روانې میاشتې په پای کې ۷۸ کلن کیږي.
ویل کیږي، چې ګټونکی بایدن به په واشنګتن کې د ترمپ ناکراره دریځ پای ته ورسوي. بایدن له ګټلو سره ټول عمر مینه درلوده او د اوباما پر مهال مرستیالۍ ته ورسیده.
باین بیا د پنجشنبې پر ماسپښین کې له خپلو پلویانو څخه د صبر غوښتنه وکړه. ارامه اوسئ بهیر روان دی.
بایدن هغه مهال ویلي وه؛ هره رایه باید حساب شي.
ترمپ له دې اعلان وروسته د دعوې اعلان کړی او له دې مخکې یې پر بايدن د درغلۍ تور لګولی و او د رايو د شمېرلو د مخنيوي غوښتنه يې هم کړې وه.
نن يې هم بايدن ته خبرداری ورکړی، چې خپله بريا اعلان نکړي؛ خو هغه دا کار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د بایدن پلویان لارو کوڅو ته راوتلي خپله بریا نمانځي او د ترمپ پلويان بيا په ځينو سيمو کې بايدن پر درغلیو تورنوي.