نړۍ
د امریکا په یوه کلیسا کې پر ډزو ۵ کسال ووژل شول
رویټرز څرګنده کړې، چې یوه سړي نن (سې شنبه د کب ۱۰) د امریکا په یوه کلیسا کې خپل درې ماشومان او یو بل کس پر ډزو وژلي او وروسته یې خپله هم ځانوژنه کړې ده.
دا پېښه د کالیفورنیا په ایالت کې رامنځته شوې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي؛ خو چارواکي وايي، پېښه له کورنیو شخړو رامنځته شوې ده.
د کلیفورنیا یوه سیمه ییز چارواکي راډ ګروسمن ویلي، ډزې ناڅاپي نه وې، بلکې وسلوال او قربانیانو یو بل پېژانده.
د پېښې عیني شاهدانو هم ویلي، چې پېنځه کسان په کلیسا کې پر ډزو وژل شوي دي.