تازه خبرونه
د امریکا په ۳ حمامونو کې پر ډزو اته کسان وژل شوي
(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۳۹۹)
سیمه ییزو خبري سرچینو په ډاګه کړې؛ د سې شنبې پر ماښام د امریکا د جورجیا ایالت د اتلانتا ښار په ۳ حمامونو کې اته کسان پر ډزو وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز څرګنده کړې، چې ۶ وژل شوي کسان آسیایان دي.
له وژنو څو ګړۍ وروسته یو شک سړی د اتلانټا د سویل په ۱۵۰ کیلو مترۍ کې نیول شوی دی.
شکمن کس رابرټ آرون لانګ نومیږي او ۲۱ کلن ځوان دی.
تر دې دمه یې د وژنو انګېزه په ډاګه شوې نده.