ساینس او ​​ټیکنالوژي

د امریکا پوځي بې پیلوته فضایي الوتکه له ۹۰۸ څېړنیزو ورځو وروسته بیرته راستانه شوه

Published

on

د شنبې پر سهار د امریکا د پوځ یوې بې پیلوټه څېړنیزې فضایي الوتکې له ۹۰۸ ورځو تېرولو وروسته خپل شپږم ماموریت بشپړ کړ او بېرته ځمکې ته خوندي راکښته شوه.

دغه پر لمریزې برښنا چلېدونکې فضایي الوتکه، چې کوچنۍ سپوږمکۍ ته ورته ده؛ له خپل مداره د ناسا کنیدي نومي فضایي مرکز ته راکښته شوه، چې په پېنځم ماموریت کې یې ۷۸۰ ورځې تېرې کړې وې.

دا الوتکه بوینګ شرکت جوړه کړې ده.

د دې شرکت د مشر مرستیال جیم کالتن ویلي چې د (X-37B) نومې دې الوتکې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ ز. کال کې فضایي الوت پیل کړ او هر ځل ډېره پاتې شوې ده.

کالتن ویلي، چې دې الوتکې د امریکا د هوایي تکنالوژۍ لپاره بې جوړې وړتیاوې چټکې کړې دي.

دې الوتکې فضا ته یوه وسیله وړې وه، چې د امریکا د بحري ځواکونو د څېړنو لابراتوار، د امریکا د هوایي ځواکونو اکاډمۍ او ځینو نورو ادارو پرې تجربې پیل کړې. دا وسیله په مدار کې له الوتکې جلا شوه او الوتکه په خوندي توګه بېرته ځمکې ته راکښته شوه.

په ۲۰۲۱ ز. کال کې فالکون – ۸ ستلایت، چې د حربي ښوونځي زدکوونکیو د هوایي ځواکونو له څېړنیز لابراتو سره په ګډه دیزان او جوړ کړی و؛ هم تجربه شو، چې تر اوسه په مدار کې دی.

د (X-37B) دې الوتکې تر دې دمه ۱.۳ میلیارد میله پرواز کړی او په فضا کې یې ۳۷۷۴ ورځې تېرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version