نړۍ
د امریکا پوځ د هورون پر بحیرې چورلیدونکی څیز رانسکور کړ
رویترز راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ د امریکا نظامي جنګي الوتکو پر هورون بحیرې یو چورلیدونکی شپږ ضلعي څیز ویشتلی دی.
دا له نږدې یوې اوونۍ راپدیخوا په شمالي امریکا کې د توغنديو پر برید څلورم ناڅرګند څېز دی، چې رانسکوریږي.
د امریکا د هوايي ځواک جنرال ګلین وان هرک، چې د امریکا د هوايي حریم د ساتنې دنده پر غاړه لري؛ خبریالانو ته ویلي؛ پوځ ندی توانېدلی، چې دا څیزونه په څه ډول لوړ پاتې دي او یا له کوم ځایه راغلي دي.
د امریکا د ولسمشر جوبایدن پر سپارښتنه د امریکا F-16 جنګي الوتکې د ماسپښین پر ۲:۴۲ دا شی نسکور کړ. د پنټاګون ویاند جنرال پتریک رایدر څرګنده کړې، چې دا شی په سیمه ییز وخت د امریکا او کانادا پر پوله پر هورون بحیرې ولیدل شو.
پنتاګون ویلي، دا وروستۍ پېښه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې د چین یوه شکمن بالون د شمالي امریکا امنیتي ځواکونه تیارشئ ته اړ کړل.
د امریکا جنګي الوتکو د کانادا پولې ته څېرمه د هورون بحیرې پر سر یو بل ناڅرګند شی ویشتلی. دا په روانه میاشت کې د ناڅرګند شي د راغورزولو څلورمه پېښه ده.
د شنبې پر ورځ د کانادا شمال لویدیځ یوکان سیمې پر سر هم امریکايي الوتکو یو بل ناڅرګند شی هم ویشتی و.
د کانادا لومړي وزیر جستین ترودو د یکشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل: د اتباعو امنیت زمونږ لومړیتوب دی او له همدې کبله ما پرېکړه وکړه، چې دا ناپېژندل شوي توکي پر ډزو وویشتل شي.
چین رد کړې، چې د جنورۍ پر ۲۸ نېټه د امریکا پر هوايي حریم چورلېده جاسوسي نه، بلکې د هوا پېژندنې موخه لرله.
د دغه څارګر بالون پېښې د امریکا او چین اړیکې کړکېچنې کړي او له امله یې د امریکا بهرنیو چارو وزیر اتوني بلینکن د چین پلازمېنې بیجنګ ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا جمهوریت غوښتونکیو پر بایدن نیوکې کړي او هغه یې پر فضایي بې غورۍ تورن کړی دی.