سیمه ییز خبرونه
د امریکا پوځ له افغانستان څخه د ټولو پوځيانو د وتو غوښتنه كړې
د امریکا پوځ د ۲۰۱۴ كال تر پايه له افغانستان څخه د ټولو پوځيانو د وتو غوښتنه كړې ده. د پنتاګون د تازه طرحې له مخې، د ۲۰۱۷ كال تر لومړيو پورې بايد په افغانستان كې لس زره امريكايي سرتېري پاتې شي، او يا ټول پوځيان د روان زېږديز كال تر پايه له دې هېواد څخه ووځي.
له څو كلونو را په دېخوا دې ځواكونو د افغانستان د ثبات د ټينګښت لپاره جګړه كړې، خو د ټولو بهرنيو ځواكونو په وتو سره به ښايي د جګړو د ډګر لاسته راوړنې د طالبانو په ګټه واوړي او افغانستان به د عراق په برخليك اخته شي.
په وروستيو كې د امريكا پوځ سپينې ماڼۍ ته يوه طرحه وړاندې كړې، چې پر بنسټ به يي لس زره امريكايي پوځيان د ۲۰۱۷ كال تر لومړيو، چې د ولسمشر باراك اوباما د كار دوره پاى ته رسېږي، وساتل شي، او يا بايد ټول دا پوځيان د ۲۰۱۴ كال تر پايه له افغانستان څخه ووځي.
د سپيني ماڼۍ چارواكي وايي، دوی هيله نه لري، چې ولسمشر كرزى به امنيتي او دفاعي تړون لاسليك كړي. د دوی په وېنا، ښاغلى كرزى د افغانانو د غوښتنو استازيتوب نه شي كولاى او امريكا د هغه له ځاى ناستي سره د دې سند لاسليك ارزوي.
يو جګپوړى امريكايي چارواكى وایي، كه ولسمشر كرزى نه غواړي، چې د حل لارې يوه برخه وي، بايد منتظر پاتې شو څو يي ماموريت پاى ته ورسېږي. دا عملا ثابته شوې، چې ممكن حامد كرزى دا هوكړه ليك لاسليك نه كړي. زما په نظر ښاغلى كرزى د افغانانو له غوښتنو استازيتوب نه كوي.
د ناټو تړون پوځي چارواكي په دې باور دي، چې حتى له افغانستان څخه د ټولو امريكايي پوځيانو د وتو په باب خبرې په افغانستان كې د واشنګټن ماموريت زيانمنوي.
افغانان واك ته د طالبانو د بېرته رسېدو په باب اندېښمن دي او وايي، د بهرنيو ځواكونو د صفر كولو ټاكنه به افغانستان له خطرونو سره مخامخ كړي.