تازه خبرونه
د امریکا ځانګړي استازي له افغانستان سره د جاپان د مرستو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويست جاپان ته په خپل دوه ورځني سفر کې له جاپاني چارواکو سره پء بشري اړتياوو، بشري حقونو او سياسي خبرو اترو خبرې کړې دي.
ویست د شنبې پر ورځ تویت کړی: جاپان د افغانانو دوست او له ۲۰ کلونو راپدیخوا هلته زمونږ ملګری او همکار پاتې دی او مونږ د جاپان له فعالې دیپلوماسۍ او روان سخاوت درناوی کوو.
توماس ویست وایي: کله، چې مونږ د متحدینو سره یوځای کار کوو؛ له هرې ننګونې سره ځواکمن یوو. سمه ده په افغانستان کې به مونږ د جاپان تخصص او بېلابېلو مرستو ته اړتیا ولرو.
د امریکا دې استازي دا هم ویلي؛ د جاپاني تادامیچي یاماموتو څخه، چې له ۲۰۱۶- ۲۰۲۰ کلونو پورې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې غوره سپارښتنې ترلاسه کړې دي.
نوموړي د جاپان د نړیوالې همکارۍ له ادارې سره د اقتصادي تګلارې په اړه هم خبرې وکړې.
د توماس ویست دا لیدنه د هغه د سفر یوه برخه ده، چې هند او عربي متحده امارات ته به هم ځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ تمه ده، چې نوموړی به په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحرانونو، د افغانانو د حقونو د خوندیتوب او د امنیتي اندېښنو د شریکولو په اړه له ملګرو او افغانانو سره هم سلا مشورې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې توماس ویست له هندي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره نوي ډېلي ته رسېدلی دی.