نړۍ
د امریکا کانګرس جوبایډن د ولسمشر په توګه تائید کړ
د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی جوبایډن د امریکا د کانګرس لخوا د دغه هېواد د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه ومنل شو.
ټاکل شوې، چې جوبایډن به د جنورۍ پر شلمه دلسمشرۍ لوړه وکړي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پینس ویلي، چې د دې هېواد کانګرس د انتخاباتي کالج ټاکنیزه پایله تائیدوي، چې له مخې یې جوبایډین د ټاکنو ګټونکی دی. که څه هم د دوه ایالتونو د ټاکنو پایلې د ردولو لپاره د یو شمېر جمهوري غوښتونکیو هڅې بې پایلې شوې دي.
د متحده ایالاتو د کانګرس له تائید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې هغه د دې پایلې مخالف دی؛ خو د جنورۍ پر ۲۰ به د واک لیږد ښه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ډونالډ ټرمپ یو شمېر پلویانو د کانګرس پر غونډه برید وکړ، چې په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي او ۵۲ نور ونیول شول.