سیمه ییز خبرونه
د امریکا یا اسرائیلو برید به د تهران له چټک غبرګون سره مخ شي – ایران
د نصیرزاده دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل؛ د تهران له ملاتړه د برخمنې حوثي ډلې د توغندي په ځواب کې، چې د اسرائیلو اصلي هوایي ډګر ته نږدې لګېدلی؛ له ایران غچ واخلي.
د ایران دفاع وزیر عزیز نصیرزاده د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې که امریکا یا اسرائیل پدې هېواد برید وکړي؛ نو تهران به یې ځواب ورکړي.
د نصیرزاده دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل؛ د تهران له ملاتړه د برخمنې حوثي ډلې د توغندي په ځواب کې، چې د اسرائیلو اصلي هوایي ډګر ته نږدې لګېدلی؛ له ایران غچ واخلي.
نصیرزاده د ایران دولتي ټلویزیون ته ویلي: “که دا جګړه د امریکا یا صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) لخوا پیل شي؛ نو ایران به یې ګټې، اډې او ځواکونه – هرچېرې، چې وي او اړین وګڼل شي پر نښه کړي.”
د یمن حوثیانو د یکشنبې پر ورځ یو توغندی وویشت، چې د بن ګوریون هوایي ډګر ته نږدې ولګېد. دا د بریدونو په لړ کې وروستی هغه دی، چې په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون څرګندونه کوي.
نتنیاهو په ایکس پاڼه کې ویلي: “د حوثیانو بریدونه له ایران څخه سرچینه اخلي. اسرائیل به د خپل اصلي هوايي ډګر پر وړاندې د حوثیانو برید ته له خپلې خوښې سره سم، چې وخت او ځای به یې خپله غوره کوو د ایراني ترهګرو بادارانو ته ځواب ورکړو”.
نصیر زاده د ایران د رسمي دریځ پر ځلولو ویلي، چې حوثیان د خپلو ولولو له مخې عمل کوي.
حوثیان د حماس جنګیالیو پر ملاتړ پر اسرائیلو توغندي او ډرونونه توغوي.
امریکا د مارچ له پېنځلسمې راپدېخوا په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه کوي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې، چې ایران به د دې ډلې لخوا د ترسره شويو هر راز بریدونو مسوول وي.
نصیر زاده ویلي، چې ایران ” له ګاونډ هېوادونو سره هیڅ دښمني نلري” خو د برید په صورت کې به د سیمې امریکایي اډې د تهران لخوا پر نښه شي.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی؛ د دفاع وزیر څرګندونې د یکشنبې پر ورځ د “قاسم بصیر” نومي نوي بالسټیک توغندي له پرانستلو وروسته وشوې، چې ۱۲۰۰ کیلومټره (۷۵۰ میله) واټن پرنښه کولی شي.
