نړۍ
د امریکا یوه پوځي الوتکه په سمندر کې ولوېده
د امریکا یوه پوځي الوتکه، چې اته کسان یې لېږدول د چارشنبې پر ورځ د جاپان په لویدیځ سمندر کې ولوېده؛ ماهي نیوونکیو ترې د درې کسانو له موندلو خبر ورکړ، خو وضعیت یې مشخص شوی نهدی.
ساحلي ساتونکيو ويلي، د یاکوشیما په تاپو کې یې د پېښې ځای ته د ګزمې کښتۍ او الوتکې استولي دي.
د کب نیولو د یوه شرکت استازي ویلي، چې په سمندر کې د کب نیولو کښتیو درې کسان موندلي دي.
د حکومت یوه ویاند ویلي، چې اوسپری Osprey د تاپو هوایی ډګر ته نږدې رالوېدلې، چې د دې ډول یوه بله الوتکه د چارشنبه له ماسپښین وروسته بریالۍ راکښته شوې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې پېښه د جاپان پر وخت د ماسپښین درې نیمې بجې شوې او د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې؛ د الوتکې د چپ لوري په انجن کې د کېناستو پر مهال اور لګېدلی و.
د جاپان د کابینې لوی سکرتر هیروکازو ماتسونو ویلي، چې الوتکه په سیمهییز وخت د ماسپښین پر ۲:۴۰ دقیقو له راداره ورکه شوه.
په جاپان کې د اوسپري Osprey ځای پرځای کول جنجالي دي او د منتقدینو د څرګندونو له مخې؛ دا د حادثو له خطر مل وي؛ خو د امریکا او جاپان پوځ دا خبره ردوي.
د اګست په میاشت کې، د متحده ایالاتو یوه الوتکه د شمالي آسترالیا په سواحلو کې د معمول پوځي تمرین په بهیر کې د سرتېرو لیږدولو په حال کې وغورزېده، چې درې امریکایي سرتېري په کې ووژل شول.
د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې یوه بله الوتکه د جاپان د اوکیناوا جنوبي تاپو ته څېرمه په سمندر کې د کښته کېدو پر مهال وغورزېده، چې له کبله یې د امریکا پوځ په لنډمهاله توګه د دغې الوتکې کارول ودرول.