نړۍ

د امریکا یوې جنګي الوتکې د چین شکمن څارګر بالون ویشتلی

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۴۰۱)

رویترز راپور ورکړی، چې د امریکا یوې جنګي الوتکې د شنبې پر ورځ د سلواغې ۱۵ د سویلي کارولینا په سواحلو کې یو شکمن چینایي څارګر بالون راوغورځاوه.

امریکا د چین دغه کار پخپل هوایي حریم تېری یاد کړی او ولسمشر جو بایدن د چارشنبه پر ورځ د بالون د رانسکورولو سپارښتنه وکړه.

د پنټاګون د پرېکړې له مخې؛ شکمن څارګر بالون ته به تر هغه وخته په تمه وي، چې د استوګنو له سیمې ووځي او خلاصو اوبو کې ورسیږي او ملکي وګړي ځمکې ته د زرګونه مترو د کثافاتو له راغورزېدو وژغورل شي.

دغه بالون د شمالي امریکا په هوایي حریم کې څو ورځې تېرې کړي او د بیجنګ او واشنګټن تر منځ یې ناندرې راپورته کړي دي.

بایدن ویلي: دوی په دې اړه خپل هوایي برید دا بریالی ترسره کړ.

د امریکا یو لوړ پوړي پوځي چارواکي ویلي؛ په دې ماموریت کې څو جنګي او تېل وړونکو الوتکو برخه اخیستې وه؛ خو یوازې یوه – F-22 جنګي الوتکه، چې د ویرجینیا د لینګلي د هوايي ځواک له اډې پورته شوه د ماسپښین پر ۲:۳۹ یې ډزې وکړې او بالون یې رانسکور کړ.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ چین پر یوه هوایي څېړنیز بالون پوځي برید په کلکه غندلی او پر وینا یې، دا بالون د هوا او نورو ساینسي موخو لپاره کارول کیده او د امریکا فضایي حریم ته ناببره ننوتی او د امریکایي چارواکو اړوند ادعاوې ردوي.

امریکایي چارواکو ویلي؛ بالون د اتلانتیک بحر د امریکا له ساحل څخه شاوخوا شپږ سمندري میله لرې په نسبتاً کمو اوبو کې ویشتل شوی، چې د تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو په هڅو کې به له چینایانو سره مرسته وکړي.

ویل کیږي، چې د ویشتل شوي بالون ویجاړ تجهیزات ۱۴ متره لاندې ډوب شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ چین په ښکاره له امریکا غوښتي، چې دا مسله په ارامه، مسلکي او محدوده توګه وڅېړي. امريکا د زور پر کارولو ټينګار کړې او په ښکاره یې دا ډول غبرګون وښود.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکایي سیاستوال او مطبوعات تورن کړي، چې د بیجنګ د بې اعتباره کولو لپاره له وضعیته ګټه اخلي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ چین تل په جدي توګه پر نړیوالو قوانینو عمل کړی او د نورو هېوادونو د خومختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی یې کړی دی.

شنونکیبو ویلي؛ له چین سره د امریکا اړیکې احتمال لري، چې د ۲۰۲۴ ږ. کال د ولسمشریزې سیالۍ یوه پراخه موضوع وي.

د پنتاګون د ارزونې له مخې؛ دا بالون چینايي څارګر بالون دی.

د جمعې پر ورځ  هم وویل شول، چې یو بل چینایی بالون د لاتینې امریکا په فضا کې چورلېدلی دی.

امريکايي چارواکو ويلي: په تېرو څو کلونو کې، چينايي بالونونه پخوا د ختيځې آسيا، جنوبي آسيا او اروپا په ګډون د پېنځه قارو په هيوادونو کې ليدل شوي دي.

د چین شکمن څارګر بالون د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن دې ته وهڅاوه، چې په روانه اوونۍ کې چین ته خپل سفر وځنډوي.

د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ چینایي بالون د لومړي ځل لپاره د روان ۲۰۲۳ ز. کال د جنورۍ د میاشتې پر ۲۸ د امریکا هوایي قلمرو ته د الاسکا له ایالته داخل شوی، وروسته کانادا ته ولاړ او بېرته څو ورځې وروسته د امریکا هوایي قلمرو ته راغلی و.

Trending

Exit mobile version