تازه خبرونه
د امریکا ۴ حکومتونو او سیاسي ګوندونو په افغانستان کې ماته وخوړه – جنرال مکنزي
د امریکا د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) پخواني قومندان جنرال فرانک مکنزي ان بي سي چینل ته اعتراف کړی، چې امریکا په افغانستان کې پوځي او سیاسي ماته خوړلې ده.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان وايي، چې په افغانستان کې د دوه لسیزو په پوځي او سیاسي حضور کې جمهوري غوښتونکي او دیموکرات ګوندونه له ماتې سره مخ شول.
دغه متقاعد امريکايي څلور ستوريز جنرال اعتراف کړی، چې امريکا په افغانستان کې د لويديځ د حکومتوالۍ د بڼې په بنسټیزه کولو کې هم پاتې راغله او پاکستان د افغانستان په اړه له امریکا سره؛ ځکه همکارۍ ته حاضر نه شو، چې پوهیده امریکايي پوځيان له افغانستان وځي. فرانک مکنزي وايي د امریکا ۴ حکومتونو او دواړو سیاسي ګوندونو په افغانستان کې ماته وخوړه.
جنرال فرانک مکنزي وایي: مونږ هیڅکله په افغانستان کې د یوې اغېزمنې تګلارې د عملي کولو توان نه درلود او په دې مسله کې مو اختلاف درلود. مونږ په افغانستان کې له پوځي ناکامۍ سره مخ شوو. هغه څه، چې په افغانستان کې وشول؛ ناکامي وه او له سیاسي اړخه هم مونږ په دې هېواد کې ماتې خوړلې. په ټولیزه توګه په افغانستان کې څه وشول زمونږ لپاره یوه بشپړه ناکامي وه.
دغه لوړپوړي امریکايي پوځي اعتراف کوي، چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې له سیاسي او پوځي ناکامۍ سره مخ شوه، بلکې په خپله دیموکراسۍ کې هم ناکامه شوې او په افغانستان کې یې د لویدیځ د حکومتوالۍ د بنسټیزه کولو په چاره کې بېوسې وښودله.
فرانک مکنزي څرګنده کړې؛ مونږ په ویاړ په افغانستان کې له واقعیتونو سترګې پټولې. مونږ د افغانستان لپاره په غربي موډل ټینګار کاوه؛ خو دا یوه تېروتنه وه. اوس پوهیږو، چې افغانستان د غربي حکومتدارۍ له موډل سره جوړ ندی. زه فکر کوم، چې افغانستان د افغان موډل سره ډېر باثباته دی.
مکنزي دا هم ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې له امریکا سره د هغه څه په اړه موافقه نده کړې، چې په افغانستان کې مو کول؛ ځکه پاکستان پوهیده، چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي.
نوموړي دا هم په ډاګه کړه، چې مونږ هیڅکله له پاکستان سره په افغانستان کې د څه کولو په اړه هوکړې ته ونه رسېدو؛ ځکه، چې پاکستان باور نه درلود، چې مونږ به په افغانستان کې پاتې شو. مونږ هم پوهیدو، چې له دغه هېواد څخه وځو او پاکستان هم په دې پوهېده.
فرانک مکنزي وايي، چې امریکا په تېرو شل کلونو کې تروریستي شبکې وځپلې او القاعده یې په بشپړه توګه له منځه یوړه.
د ده په وینا، هیڅ ډله پر امریکا د برید توان نلري.
دی وايي؛ که افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي او له هغه ځایه د امریکا امنیت له ګواښ سره مخ شي، دا به د امریکا د راتلونکیو حکومتونو لپاره یوه لویه ستونزه وي او نه پوهېږي، چې د امریکا راتلونکی مشرتابه به پدې اړه څه پرېکړه وکړي.
فرانک مکنزي له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د امریکا د مرکزي قومندې (CENTCOM) مشري پر غاړه درلوده او اوس متقاعد جنرال دی.
