تازه خبرونه

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له توشیح وروسته د تطبیق وړ شو – عدلیې وزارت

د دغه وزارت ویاند برکت الله رسولي پرون (چارشنبه د زمري یودېرشمه) د ایکس پاڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا قانون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کاري چارو د تنظیم او د دې وزارت د محتسبینو د صلاحیتونو د ټاکلو لپاره ترتیب شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په ۴ فصلونو او ۳۵ مادو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري توشیح شوی او په ټول افغانستان کې د پلي کېدا وړ دی.

د دغه وزارت ویاند برکت الله رسولي پرون (چارشنبه د زمري یودېرشمه) د ایکس پاڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا قانون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کاري چارو د تنظیم او د دې وزارت د محتسبینو د صلاحیتونو د ټاکلو لپاره ترتیب شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغه قانون له مخې، که څوک د محتسب حکم له پامه غورځوي، له يو ساعت څخه تر درېيو ورځو پورې په دولتي زندانونو کې بندي کېږي او بالاخره د محتسب له خوا د ټاکل شوې سزا له مخې مجازات کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د دغه قانون له مخې، اړوند وزارت مکلف دى، چې د اسلامي شريعت او حنفي فقهې له مخې خلکو ته پر نېکۍ امر وکړي او له بدو يې منع کړي او همدارنګه مکلف دى، چې د خلکو تر منځ سوله او ورورولي رامنځته او د ژبني، سمتي او قومي تعصباتو مخه ونيسي.

دغه راز څرګنده شوې، چې د دې قانون له مخې، که څوک د محتسب حکم له پامه غورځوي؛ له يو ساعت څخه تر درې ورځو پورې په عمومي زندانونو کې بندي کېږي او د محتسب له‌خوا د ټاکل شوې سزا له مخې مجازات کېږي.

د دغه قانون په يوه برخه کې د ښځو د جامو په اړه احکام راغلي، چې پر بنسټ يې د فتنې له وېرې د ښځو د ټول بدن او صورت  پټول اړین ګڼل شوي دي.

ویل کیږي، چې د توشیح شوي قانون له مخې؛ د امر بالمعرف او نهی عن المنکر محتثب او مسوولین مکلف دي، چې نرینه‌ د ږیرې له کلولو او یا له قبضي څخه له لنډولو منع کړي.

Trending

Exit mobile version